د کرزي د نسب شجره

تر ۲۰۰۱ کال وړاندې، د کرزي د کورنۍ اصلي دنده په امریکا کې د ډېرې ګټې وټې لرونکو هوټلونو چلول وو. خو وروسته له هغه، چې حامد کرزي د یوه تبعید شوي ناراضه فعال په توګه د امریکا د دولت ملاتړ ترلاسه کړ، او د طالبانو د رژیم تر ړنګېدا وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ته ورسېد، د هغه وروڼه هم د افغانستان په سیاسي او سوداګریزو برخو کې راڅرګند شول. د هر کس په اړه د مالوماتو لپاره د هغه نوم کېکاږﺉ.

عبدالاحد کرزی

۱۹۲۲ - ۱۴ جولای ۱۹۹۹

قومي مشر، سیاست وال او ناراضه فعال

د پوپلزو قوم مشر عبدالاحمد کرزی د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د پارلمان د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه د ۱۹۷۰لسیزه کې د وخت د شوروي اتحاد په ملاتړ د افغانستان د کمونیستي حکومت له سرسختو نیکه کوونکو څخه و، چې په لړ کې یې په درو کالو زندان هم محکوم شو. هغه مهال، د کرزي د کورنۍ زیاتره غړي له افغانستان څخه کډه شول. په وروستیو کلونو کې عبدالاحد کرزي یوځل بیا پر طالبانو نیوکې وکړې چې مخالفت یې په پای کې د هغه په مړینه تمام شو. په ۱۹۹۹ کال، کله چې عبدالاحمد ۷۷ کلن شو، د پاکستان په کوټه ښار کې یوه جومات ته څېرمه د دوو وسله والو په ډزو ووژل شو.

<link type="page"><caption> بيرته پورته </caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

عبدالقیوم کرزی

عمر: ۵۴ کاله

سیاست وال، سوداګر

عبدالقیوم کرزي د ځوانۍ زیاتره عمر په امریکا کې تېر کړی، او له خپل ورور محمود کرزي سره یې هلته د شخصي هوټلونو چارې پرمخ وړلې. هغه په ۲۰۰۴ کال، د افغانستان د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو، خو په ۲۰۰۸ کې یې له خپلې وکالته استعفی وکړه. د راپورونو له مخې، قیوم کرزي په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د خبرو اترو ډېرې هڅې کړې دي.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

محمود کرزی

عمر: ۵۶ کاله

سوداګر

محمود کرزی په ۱۹۷۶ کال امریکا ته کډوال شو او د خپل ورور قیوم کرزي په همکارۍ یې هلته ځینې افغاني هوټلونه جوړ کړل. د راپورونو له مخې، هغه د افغانستان په شمال کې د سیمان کارخانې یوه فعال ونډه وال دی، چې ترڅنګ یېد ټویوټا شرکت په معاملاتو کې هم لاس لري. پردې سربېره، د دېوالي شوي کابل بانک له مخکنیو ونډه والو څخه و. په ۲۰۱۰ کال، واشنګټن پوست راپور ورکړ، چې د امریکا د فدرالي ادارې چارواکو د محمود کرزي د مالي فعالیتونو په اړه پلټنه پیل کړې، خو نوموړي پرې هر ډول تورونه بې بنسټه وبلل.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

حامد کرزی

عمر: ۵۳ کاله

د افغانستان ولسمشر

د طالبانو د غورځنګ تر راپرځېدو او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر اشغال وروسته حامد کرزی د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د افغانستان د انتقالي دولت د ولسمشر په توګه وټاکل شو او بیا په ۲۰۰۴ کې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه یو کال وروسته بیا په ټاکنو کې بریالی شو او د ولسمشرۍ څوکۍ یې وساتله. په ۷۰ مه لسیزه او وروسته له هغه چې د کرزي د کورنۍ زیاتره غړي امرکیا ته ولاړل، حامد کرزی په هند کې پر لوړو زده کړو بوخت و او بیا د وخت د شوروي اتحاد پرضد د مجاهدینو له لیکو سره یوځای شو. کله چې د وخت د شوروي اتحاد لښکرې له افغانستان څخه ووتلې، کرزی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شو، خو تر ۱۹۹۴ کال وروسته، د مجاهدینو له دولت سره د اختلاف له کبله بېرته له افغانستان څخه ووت. د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال نړیوالو د افغانستان د بیارغاونې په موخه له دغه هېواد سره میلیاردونه ډالر مرستې وکړې. خو د هغه سیاسي مخالفان وايي چې حکومت یې له کابل بهر واک نه لري. حامد کرزی له ۲۰۰۲ راهیسې تر اوسه له څلور ځلې بریدونو روغ رمټ وتلی دی.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

عبدالاحمد کرزی

عمر: نامالوم

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، عبدالاحمد کرزی تر ۲۰۰۱ کال وړاندې، د واشنګټن د بالیتمور په هوايي ډګر کې کار کاوه. داسې انګېرل کېږي چې هغه دا مهال په افغانستان ېک د پانګونې د ملاتړ د ادارې ( AISA ) لپاره په کابل کې کار کوي.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

فوزیه کرزی

عمر: نامالوم

د هوټل چلوونکې او څښتنه

د کرزي د یوازینۍ خور فوزیه کرزي په اړه ډېر مالومات نه شته، یوازې دا څرګ یې لګېږي، چې هغه په امریکا کې د یوه خصوصي هوټل چارې پرمخ وړي.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

شاه ولي کرزی

عمر: ناملوم

سوداګر

شاه ولي کرزی چې د حامد کرزي تر ټولو کشر ورور دی، په کندهار کې اوسېږي، چې د راپورونو له مخې د یوه خصوصي ودانیز شرکت چارې پرمخ وړي او د ملیکتونو په پېراو پلور کې هم لاس لري.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

عبدالولي کرزی

عمر: نامالوم

پوهنتون

عبدالولي کرزی په نیویارک کې د استوني بروک پوهنتون استاد دی.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>

احمد ولي کرزی

۱۹۶۱- ۱۲ جولای ۲۰۱۱

بانفوذه قومي مشر

احمد ولي کرزی تر حامد کرزي کشر او د هغه ناسکه ورور، قومي مشر او د افغانستان یوه جنجالي سیاسي څېره وه. هغه څو کاله په امریکا کې د خصوصي هوټلونو پر چارو بوخت و، چې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې افغانستان ته ستون شو او په ۲۰۰۵ کال د کندهار د ولايتي شوری رییس وټاکل شو. احمد ولي کرزي که ډېر نفوذ درلود، خو د فساد تورونه هم پرې لګول کېدل. د نیویارک ټایمز ورځپانې هغه د نشه يي توکو په قاچاق تورن کړی و، خو نوموړي پرې د تورونو د ثبوت خبره کوله. هغه څو ځلې له مرګونو بریدونو روغ رمټ وتلی، چې د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

<link type="page"><caption> بيرته پورته</caption><url href="#TOP" platform="highweb"/></link>