په هرات کې د زغفرانو بيه سمه نيمايي لوېدلې ده

زعفران
د عکس تشریح، چارواکي وايي قیمتونه ځکه راټیټ شوي چې د زعفرانو د تولید کچه د غوښتنې په پرتله زياته ده.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, له هراته

د افغانستان په لویدیځ کې د زعفرانو د تولید شرکتونه وایي چې د زعفرانو بیه د تیر کال پرتله شاوخوا ۶۰ فیصده را لوېدلې ده.

په تیرو دوو کلونو کې یو کيلو خالص زعفران په هرات کې له ۳۰۰۰ نه تر ۴۵۰۰ ډالرو پلورل کېدل، خو سږ کال يې د يوې کيلو بيه له ۱۵۰۰ ډالرو نه ده پورته شوې.

چارواکي وایي سږ کال قیمتونه ځکه دومره راټیټ شوي چې د زعفرانو د تولید کچه د غوښتنې په پرتله زياته ده.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د صادراتو د څانګې مشر غلام جیلانير حمیدي وايي زغفران ځکه راټيټ شوي چې غوښتنه يې کمه شوې.

دی وايي "د هر کال په تیریدو سره د زعفرانو د تولید کچه زیاتیږي او په پایله کې قیمتونه هم بدلون مومي.

په تیرو کلونو کی به د زعفرانو د تولید او غوښتنو ترمنځ انډول موجود و، خو سږ کال فکر کوم د تولید کچه د غوښتنې په مقایسه پورته تللې، ځکه نو د زعفرانو بیه هم راټیټه شوې ده."

د هرات د کرنې ریاست چارواکي هم وایي چې تیر کال په هرات کې شاوخوا دوه نیم ټنه زعفران تولید شوي وو او اټکل کیږي چې سږ کال به دری نیم ټنه تولید شی.

هرات په افغانستان کې د زعفرانو د توليد مرکز بلل کیږي، خو په دې ورسیتو څو کلونو کې هڅه شوې چې کښت یې د افغانستان په نورو ولایتونو کی هم دود شي.

زعفران په ټوله نړۍ کې بازار لري، او په افغانستان کې ځکه ډیر مهم بلل کیږي چې د ډیری چارواکو او کارپوهانو په وینا کولای شي د تریاکو پر ځای د بدیل کښت په توګه پراختیا ومومي.

زعفران د دارو درملو، خوراکي توکو او په ځانګړې توګه د رنګ د جوړولو لپاره کارول کیږي.

که څه هم هر کال په لسګونو کیلوګرامه خالص زعفران یوازې له هراته بهر ته صادریږی، خو لا تراوسه یې په زیاته کچه د صادرولو امکان ځکه نه شته چی د چارواکو په وینا په معیاري ډول د زعفرانو د تولید او پروسس امکانات په افغانستان کی نشته.