د بریدونو پر تله په ترافيکي پېښو کې ډېر افغانان وژل شوي

- Author, فریبا ظاهر
- دنده, کابل
په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې ده.
د افغانستان د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې تېر کال په دغه هېواد کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.
دا شمېره د هغو کسانو ترنیمایي ډېره برخه ده چې د تاوتریخوالي په ترڅ کې وژل شوي .
ددغو پېښو اصلي لاملونه د موټرو د شمېر ډېروالی، د سرعت زیات والی، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او په افغانستان کې د سړکونو د مسیر د مخالف اشترنګ لرونکي ګاډي یادېږي.
په دې اړه د راپورونو د لړۍ په لومړني راپور کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو پر شمېر او لاملونو یې غږېږو چې فریبا ظاهر یې وړاندې کوي.
په افغانستان کې په تېر یوه کال کې د هغو کسانو د مړینې کچه چې په ترافیکي پېښو کې مړه شوي، د ناکراریو پر مهال د ملکي تلفاتو د کچې تر نیمایې ډېره برخه جوړوي.
شمېرې ښیې چې تېر کال په ځانمرګو بریدونو، د ماینونو په چاودنو او نورو جګړو کې ۲۰۵۵ کسان وژل شوي، خو له ترافیکي پېښو څخه مړه شوي کسان ۱۳۰۰ ته رسېږي.
د ترافیکو د ریاست شمېرې ښیې چې دغه تلفات په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې رامنځ ته شوي.
د دغه ریاست د پېښو د څانګي عمومي مدیر عبداللطيف خیرخواه وایي چې په دې پېښو کې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي:
''د پېښو په ترڅ کې د نارینه مړه شویو کسانو شمېر ۸۴۶ ، ۱۴۸ ښځي او ۳۱۰ ماشومان دي چې دا کسان په ۱۱۱۷ ترافیکي پېښو کې مړه شوي.''
خو دا شمېره د تېر یوه کال د شمېرو په پرتله ډېروالی ښیي.
په ۱۳۸۸ کال کې ترافیکي پېښو ۱۳۹۰ تنه وژلي وو.
د ښاغلي خیر خواه په خبره، ډېری داسې پېښې پر لویو لارو کېږي په تېره بیا د کابل –ک ندهار او کابل - تورخم لویې لارې ډېرې دا ډول پېښې لري:
''د کابل تورخم پرلاره د پېښو د ډېروالي یوازینی لامل دا دی چې پاکستاني بار وړونکي موټر د افغانستان د سړکونو د مسیر خلاف اشترنګ لري او دوی د ماهیپر په پیچومو کې د راګرځېدو پرمهال له نوو موټرو سره ټکرېږي. بل دا چې اکثره تېل وړونکي ټانکرونه درز لري چې د تېلو له توېیدو وروسته چې باران کېږي، پر سړک نور موټر ښویېږي. د کندهار پر لاره دا لامل چې یو شمېر سیمې په کې نا امنه دي او سورلي پخپله موټر چلوونکی دې ته اړباسي چې له دغو سیمو په چټکۍ تېر شي. د سرعت په ډېروالي سره کله نا کله مخته پراته خنډونه یا د سړکونو تنګ والی د موټر چلوونکي د کنټرول مخه نیسي او له لارې اوړي.''
د پېښو ګراف ښیې چې ترافیکي پېښې تر ټولو ولایتونو ډېرې په کابل کې شوې او بیا بلخ، هرات او بغلان په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم ځای لري.
تر ټولو خونړۍ ترافیکي پېښه چې یو موټر د ډیر سرعت له کبله له خپلې لارې واوښت، تېر کال د کندهار په دامان ولسوالۍ کې وشوه چې ۲۲ مړه او ۳۳ کسان په کې ټپیان شول.
اوس مهال په افغانستان کې ۶۰۰ زره موټره ګرځي خو د ترافیک د ریاست چارواکي وایي چې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ نور موټر د افغانستان سړکونو ته راوځي.
له جنوبي نا ارامه ولایت کندهار څخه رسمي شمېرې ښیي چې د تېرکال د مارچ او اګست میاشتو ترمنځ موده کې ۲۸۰۰ ټپیان د جګړو له کبله ټپیان میرویس روغتون ته وړل شوي، خو په همدې موده کې همدې روغتون ته د ترافیکي پېښو له کبله تر ۳۲۰۰ ډېر








