خوست والي: د خوست زياتره بنديان بې ګناه دي

له بګرامه راخوشي شوي بندیان

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، د پروان په زندان كې د بنديانو يو تن افغان مسوول جنرال مرجان وويل چې افغان حكومت دا ستونزه درك كړې او پدې كار روان دى.
    • Author, الياس وحدت
    • دنده, له خوسته

خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي چې په خوست كې د بهرنيوځواكونو له لورې نيول شوي ډيرى بنديان بې ګناه وګړي او د شخصي تربګنيو له امله نيول شوي دي.

دا خبره خوست والي عبدالجبارنعيمي په هغو مراسموكې وكړه چې د پروان له زندان څخه د څلورو تنوبنديانو د راخوشي كيدو په موخه جوړشوي وو.

دا څلور تنه بنديان چې يو يې د پكتيا ولايت اوپاتې يې د خوست د بېلابېلو سيمو اوسېدونكي وو، د پروان له زندان څخه راخوشي او خپلو كورونو ته ستنه شول.

دا مهال د ګوانتانامو، بګرام، څرخي پله او خوست په زندانونو كې د هغو زندانيانو شمېر له اوو سوو كسانو اوښتى دى چې وخت په وخت د دې ولايت له بېلا بېلو سيمو د چاڼيزو عملياتو، پلټنو په ترڅ كې د حكومت د وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول شوي دي او يا هم د مخامخ نښتو پرمهال په ټپي يا روغ حالت نيول شوي او زنداني شوي دي .

په يادو كسانو كې د مختلفو سيمو اوسيدونكي د مختلفو كسبونو خاوندان او د مختلفو عمرونو واله كسان ، حتى مشومان ، معيوبين او سپين ږيري هم شامل دي.

د بنديانو د خوشي كيدو په اړه په جوړو شوو مراسموكې خوست والي عبدالجبارنعيمي له ټولو خوست مېشتو وغوښتل چې له شخصي تربګنيو دې لاس واخلي او كورنيو او بهرنيو ځواكونو ته دې د چا په اړه ناسم او بنسټه معلومات نه وركوي.

ښاغلی نعيمي
د عکس تشریح، خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل چې خوست د بګرام او پلچرخي په زندانونو كې سلګونه بنديان لري او دا كار د دوى لپاره د اندېښنې وړ دى .

ده پر خوشي شوو بنديانو هم غږ وكړ چې له دې وروسته دې د خوست په بيا جوړولو كې ونډه واخلي او په راتلونكي كې دې داسې كارونه ، نه ترسره كوي چې د دوى د نيولو سبب شي.

خوست والي وويل چې د پروان په زندان كې خوست تر بل هر ولايت زيات بنديان لري او دده په وينا ډيرى يې بې ګنا او ياد د شخصي تربګنيو له امله نيول شوي

راغلو بنديانوپه خپلو خبروكې د خوست له والي څخه مننه وكړه چې د دوى په راخلاصولوكې يې ترخپله وسه هڅه كړي دي.

دوى همدا ډول له والي څخه وغوښتل چې په پروان زندان كې په سلګونو بې ګنا نيول شوي بنديان پراته دي او بايد چې زرترزه يې غم وخوړل شي.

يادو بنديانو ټينګار كولو چې دوى ټول بې ګنا نيول شوي او حتي داسې كسان هم پكې وو چې شپانه وو خو له دې سره سره يې په زندان كې نيږدې دوه كاله تيركړي وو.

د لمبات په نوم يو كوچى د عليشيرو ولسوالى اړوند ډيورنډ پولې ته نږدې له سرحدي سيمې څخه د شپې پرمهال د ده پر كور د عملياتو په ترڅ كې نيول شوى وو.

ده وويل چې ۲۷مياشتې يې په زندان كې تيري كړي دي خو اوس هم نه پوهيږي چې ولې نيول شوى وو او څنګه خوشي شو؟!.

د خوست ولايت اړوند زندانيانو كې داسې كسان هم كم نه دي چې يو ځل له زندان څخه خوشي او د بل ځل لپاره بيا نيول شوي او زندانيان شوي دي .

په خوست ښار كې درملتون لرونكى ډاكټر خاندان د دې ادعا ښه بېلګه ده چې څه موده مخكې په ګوانتانمو كې له كلونو زندان تيرولو وروسته خوشى شوى وو خو بېرته نيول شوى او د بګرام زندان ته ليږدول شوى دى.

خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل چې خوست د بګرام او پلچرخي په زندانونو كې سلګونه بنديان لري او دا كار د دوى لپاره د اندېښنې وړ دى .

ده وويل چې هڅه يې داده چې په زندانونو كې بې برخليكه پرته زندانيان ، هرڅومره ژر چې كيداى شي، راخوشي كړي او پدې اړه يې هڅې روانې او نتيجه يې هم مثبته ده .

ده وويل چې په تېرو يو كال کې دا څويم ځل دى چې د دوى په هڅو د بګرام له زندان څخه دخوست ولايت اړوند بنديان راخلاصيږي او د دا ډول كسانو شمېره له اوياو واوښته .

والي زياته كړه چې د مشكوكو كسانو نيول ، بګرام او پلچرخي ته يې ليږدول پروسه او مراحل اوږدوي ، د ده په خبره ځايي اداره هڅې كوي چې بګرام او پلچرخي ته د بنديانو د وړلو اړتيا له منځه يوسي:

ده وويل: ''له ډېرو هڅو وروسته دې پايلې ته رسيدلي يو چې په خوست کې به د تحقيقاتو او پلټنو يو مرکز جوړيږي او له دې وروسته به د دولت د وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور له نيول شويو کسانو څخه همدلته په خوست کې پلټنې كيږي ''.

له بګرامه راخوشي شوي بندیان
د عکس تشریح، په راخوشي شوو بندیانو کې یوه وویل، چې شپون و او د رمې پوولو پرمهال بهرنیانو ونیو.

د پروان په زندان كې د بنديانو يو تن افغان مسوول جنرال مرجان وويل چې افغان حكومت دا ستونزه درك كړې او په دې كار روان دى.

ده زياته كړه چې دا مهال د ګڼو بنديانو د دوسيو د څيړلو چارې روانې دي او لړۍ په نوره هم تيزه شي.

نوموړي وويل چې د بنديانو محاكمه به ازاده وي او خپلوان به يې هم حاضر وي او دوى به كولى شي چې له خپل بندي سره د پرېكړې پرمهال مرسته وكړي.

ده وويل چې د خوست د بنديانو لېست به د ولايت مقام ته وسپارل شي او وخت په وخت به د بنديانو خپلوان په قضاييه جلسو كې د ګډون په موخه وغوښتل شي.

په سيمه كې كتونكي وايي چې بې دليله د سيمه والو بنديانول او بې برخليكه يې په زندانونو كې ساتل، د حكومت او ولس ترمنځ د فاصلې په پيداكولو كې كارنده رول لوبولى دى.