کندهار کې ځانمرګو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پوليسو د جلب او جذب پر مرکز له بريد وروسته جګړه شوې ده
د عکس تشریح، د پوليسو د جلب او جذب پر مرکز له بريد وروسته جګړه شوې ده

نن سهار د افغانستان په سوېل کندهار ولايت کې وسله والو طالبانو د پوليسو د جلب او جذب پر يوه پخواني مرکز ډله ييز ځانمرګي بريدونه کړي دي.

له ځانمرګو بريدونو وروسته د څو ساعتونو لپاره د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د دامان په ولسوالۍ کې جګړه شوې چې ځايي چارواکي وايي اوس درېدلې ده.

د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال خان محمد مجاهد يوه خبري کنفرانس ته وويل چې دوه ځانمرګي بريدګر د پوليسو پخواني مرکز ته څېرمه یوې ودانۍ ته ختلي وو چې دواړه د پوليسو په ډزو ووژل شول ، خو پر دغه مهال يو پوليس هم ژوبل شوی دی.

د کندهار بريد په اړه د مامون دراني راپور دلته اورېدی شیء:

د ښاغلي مجاهد په وينا په امبولانس کې سپاره درييم ځانمرګي هغه مهال د امنيتي ځواکونو په مېنځ کې ځان والوزاوه چې د ژغورنې پر عملياتو بوخت ول.

دی وايي په وروستي ځانمرګي بريد کې ۱۲ پوليس ټپيان شول او شپږ امنيتي سرتېري ووژل شول چې څلور يې د ملي امنيت کارکوونکي وو.

وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې او ويلي يې دي چې دغه بريد له سره تېرو څلورو ملګرو يې کړی دی.