کرزی: امریکا او ناټو دې زموږ په خاوره کې عملیات بند کړي

ښاغلی کرزی

د عکس سرچینه، BBCPashto.com

د عکس تشریح، حامد کرزی: ''موږ له ناټو او امریکا سره هله دوستي غواړو، چې زموږ د خلکو او خاورې عزت په کې وي، که د دې ماشومې په څېر په اروپا کې داسې پېښه وشي، نو هلته به انقلابونه جوړېږي، خو بیا هم موږ غلي يو.''
    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, کونړ

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۲مه) کونړ ولایت ته په غازي اباد او ماڼوګۍ کې د ملکي تلفاتو د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره اسعد اباد ته تللی دی .

ولسمشر کرزي چې د ناټو – امریکايي ځواکونو مرستیال قومندان هم ورسره و، د خلکو یوې غونډې او د وژل شوو ملکي د فاتحې پرمهال په افغانستان کې له امریکايي او ناټو ځواکونو د عملیاتو د بندولو غوښتنه وکړه:

''زه په دې غونډه کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب په ډېر درنښت، عزت او تواضع – نه په غرور او کبر - له ناټو او امریکا دا غوښتنه کوم چې زمږو په خاوره کې دا عملیات بند کړي، دا جګړه زموږ په خاروه کې نه ده، که دا جګړه د ترهګرۍ پرخلاف وي، نو دا زموږ په خاروه کې نه ده، دا زموږ په کليو او کور کې نه ده، دا خپل ځای لري چې ناټو ښه پرې پوهېږي، دوی پوی شه او کار یې پوی شه، لس کاله کېږي چې دا لړۍ دوام لري، دا جنګ زموږ په خاروه کې نه دی، افغانان جوړه غواړي، سوله غواړي، او د سولې او امن په راوستو کې له نړۍ سره ملګری دی، خو غوښتنه مو دا ده جې دا جنګ ختم شي، دا د افغانستان د ولس غږ دی .''

غونډې ته د ناټو په بمبارۍ کې ټپي شوي ماشومان هم په داسې حال کې وروستل شول، چې له ټپونو یې چيغې نارې وهلې .

ولسمشر کرزي د ناټو- امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس مرستیال ته په خطاب کې وویل ''تاسو زموږ د ماشومانو ټپونه وګورﺉ او زموږ زغم ته وګورﺉ، او بیا زموږ زغم ته وګورﺉ چې موږ یې لرو او که نه!؟ هیله مو دا ده چې بیا دا تکرار نه شي.''

ښاغلي کرزي له بهرنیو ځواکونو د افغانانو او افغانستان د خاورې د درناوي غوښتنه هم وکړه :

''موږ له ناټو او امریکا سره هله دوستي غواړو، چې زموږ د خلکو او خاورې عزت په کې وي، که د دې ماشومې په څېر په اروپا کې داسې پېښه وشي، نو هلته به انقلابونه جوړېږي، خو بیا هم موږ غلي يو.''

حامد کرزي د نورو خبرو ترڅنګ وویل : ''که موږ د نړیوالو ملګرو له مرستو خوشاله یو او هېواد ته یې ابادي راوړې ده، خو ګیلې هم ترې لرو، که موږ د ترهګرو له خوا ووژل شو، نو شکایت نه کوو، خو که د مرستندویانو د توپک ماشه پر موږ راواوړي، د شکایت کولو حق لرو.''

دوی بښنه وغوښته، ما ونه منله

ښاغلي کرزي له نړیوالو د ښې ملګرتیا غوښتنه وکړه :''که نړیوال موږ د ځآن ملګري ګڼي او ملګري يې یو، نو هېڅوک هم خپل ملګری نه ځپي او نه یې وژني، لس کاله په ډېرې نرمۍ موږ خبرې وکړې، خو ګټه یې ونه کړه، د دوی پوځي او سیاسي مشرانو له ما بښنه وغوښته، خو زه غلی شوم. ما ونه منله؛ ځکه زما غوښتنه دا وه چې نور دا وژل بند شي. ''

حامد کرزي په پای کې وویل دا ما ته اسانه ده چې ووایم عملیات بند کړﺉ، خو دا هم زموږ د هېواد لپاره ناوړه پایلې لري، دا زموږ د ملته غوښتنه ده، چې ناټو د افغانستان له مشورې سره سم کار وکړي چې دا هېواد له بدمرغۍ خلاص شي .

د روانې مارچ پر لسمه د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزي بي بي سي پښتو وېبپانې ته ویلي ول چې د ناټو په عملياتو کې د دوى د اکا يو زوى حاجي يار محمد خان وژل شوى دى .

ښاغلي کرزي ویلي ول دى په دې نه پوهيږي چې ولې د کرز په سيمه کې عمليات شوي دي .

کونړ
د عکس تشریح، د کونړ په ماڼوګي کې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ نهه ماشومان ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل .

د ٦٥ کلن حاجي يار محمد خان يو زوى هم ناټو ځواکونو نيولى و خو د ښاغلي احمد ولي کرزي په وينا د پنجشنبه په سهار نيول شوى کس بيرته خوشي شوى دى .

او د همدې میاشتې پر لومړۍ د افغانستان ختيځ ګونړ ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې نهه ماشومان ووژل شول .

او تر هغه مخکې په غازي اباد ولسوالۍ هم په ورته بمبار کې د افغان چارواکو په وینا تر ۶۵ ډېر ولسي وګړي وژل شوي، خو بهرنيو ځواکونو یوازې د نهو ماشومانو د وژل کېدو خبره تایید کړې وه .

که څه هم افغان ولسمشر په ټينګار له بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو ژوند ته د پام کولو غوښتنه کړې، خو دا په تېرو نژدې لسو ورځو کې درېیم هوايي برید دی، چې ولسي وګړي په کې وژل کېږي .

په افغانستان کې د ناټو ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

دغه امریکایي جنرال له بي بي سي سره په یوه ځانکړې مرکه کې د افغانستان د خلکو خوندیتوب د خپلو ځواکونو اساسي دنده بللې او وایي د تیر پر تله د عملیاتو پر مهال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمی راغلی، خو دا مني چې لا هم کله- ناکله د دوی د ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

پيټرېیاس له داود اعظمي سره د مرکې پرمهال
د عکس تشریح، ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .

ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي .