پوهنې وزارت: د نوي نصاب ۸۶ ميلیونه کتابونه يې چاپ کړي

- Author, خپلواک ساپی
- دنده, کابل
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي د ښوونځیو د منځنۍ دورې لپاره یې په نوي نصاب برابر ۸۶ ميلیونه رنګه کتابونه چاپ کړي او د نوي تعلیمي کال له پیله یې وړاندې ښوونځیو ته د ویش لپاره استولي دي.
چارواکي دا هم وایي چې د دغه نوي نصاب په چمتو کولو کې د زده کړو د معیار د لوړولو لپاره د سیمې او نړۍ تجروبو ته هم پوره پام شوی دی.
په افغانستان کې د نوي تعلیمی نصاب پر جوړولو له وروستیو څو کلونو راهیسې کار روان و. چارواکي وایي اوس دغه نصاب بشپړ شوی اوله مخې یې په ښه کیفیت د کتابونو د چاپ لړۍ روانه ده.
د پوهنې وزارت ویاند عبدالصبور غفراني وایي د دغو نویو کتابونو په چاپ کې د افغاني ټولنې ځانګړنو او اړتیاوو د پام تر څنګه ، د سیمې او اسلامي هیوادونو د پوهنې معیارونو او تجروبو ته هم مراجعه شوې ده .
ښاغلی غفراني وایي له لویه سره د پوهنې وزارت تکل دا دی چې د افغانستان تعلیمي معیار ورو ورو له دودیزو متنونو او معیارونو راوباسي او د نړیوالو معیارونو تر بریده یې رسوي .
دی وایي د همدې لپاره هڅه شوې چې په دغو نویو چاپ شویو کتابونو کې د زاړه نصاب د ځینو ګټورو جزیاتو تر څنګه د نن ورځې علمي پرمختیاوې او تازه ساینسي مفاهیم هم ورزیات شي .
د پوهنې وزارت چارواکي دا هم وایي چې د ثانوي دورې لپاره د جوړ شوي نوي تعلیمي نصاب له مخې هم د کتابونو دچاپ لړۍ په توندۍ سره روانه ده او ښایي د څو میاشتو دننه د دغو کتابونو چاب او ویش هم بشپړ شي.
د افغانستان په تعلیمي نصاب کې د ۳۰ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال د چارواکو د سیاسي ذوقونو او سلیقو مطابق وخت په وخت بیلابیل بدلونونه راغلي دي.
په دغو نصابونو کې ډیر ځله د جګړو او وسلو مفاهیم هم د سیاسي شعارونو په بڼه په درسي متنونو کې ځای شوي چې کله ناکله یې له کتابونو بیرته ویستل هم له خنډونو سره مخامخ شوي.
خو چارواکي وایي دوی له سختې خوارۍ وروسته اوس د زمانې له غوښتنې سره سم د ټول هیواد لپاره د یوه واحد ملي نصاب په جوړولو بریالي شوي دي.








