کرزی: راتلونکی کال به سیمه ییزې او نړیوالې سیالې ډېرې شي

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
افغان ولسمشر حامد کرزي راتلونکی کال د افغانستان لپاره مهم بللی، او خبرداری يې ورکړی چې ښايي ښايي په سيمه ييزه او نړيوال کچه رقابتونه، ستونزې او جنجالونه له ځانه سره ولري .
په همدې مهال ښاغلي کرزي وويل د نوي لمريز کال په لومړۍ ورځ به هغه سيمې اعلان کړي چې امنيتي مسووليت يې له بهرنيو ځواکونو نه ، افغان ځواکونو ته ور سپارل کيږي .
ټاکل شوې د امنيتي مسووليت د لېږد دغه بهير د ۲۰۱۴ کال تر پايه بشپړ شي.
ولسمشر حامد کرزي راتلونکی کال د افغانستان لپاره مهم او ترڅنګ يې حساس وباله ، او د هغو ستونزو او کړاوونو په اړه يې خبرداری ورکړ چې د ده په باور ښايي افغانستان ورسره مخامخ شي .
که څه هم ښاغلي کرزي په دې اړه ډېر توضيحات ور نه کړل ، خو څرګنده يې چې په افغانستان کې بدلونونه ښايي سيمه ييز او نړيوال رقابتونه ، ستونزې او جنجالونه له ځانه سره ولري:
''راتلونکی کال زموږ لپاره ډېر سخت مهم او حساس کال دی ، داسې کال دی چې له کړکېچونونه سره مخامخ کيږو ، داسې کال دی چې له ستونزو سره مخامخ کېږو . دا داسې کال دی چې دلته د بدلونونو له کبله سيمه ييز او نړيوال رقابتونه د افغانستان او سيمې په اړه رامنځته کېږي او افغانستان له حوادثو او حالاتو سره مخامخېږي چې په ټولو حالاتو کې که هغه د سولې پروسه وي ، که هغه له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو موضوع وي او هغه پاېلې چې زموږ د هيواد لپاره يې لري ، که هغه مثبتې وي او که منفي او که هغه د انتقال پروسه وي ، په دغو برخو کې هغسې برياليتوب چې زموږ هيله ده يوازې او يوازې د افغان ملت په اتفاق ، يووالي او تدبير کې نغښتې ده.''
افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد چاره چې له ډېرې مودې يې انتظار کېده ، د افغان ولسمشر په وينا د وري يا حمل په لومړۍ په رسمي ډول پيليږي .
دغې ورځې ته ايله دولس ورځې پاتې دي او ولسمشر حامد کرزی وايي د امنيتي مسووليت د لېږد په لومړي پړاو کې به افغان ځواکونو ته د لږ تر لږه پنځو ځايونو امنيتي واګې وسپارل شي :
''د نوي کال په لومړۍ ورځ زه نړېوالې ټولنې ته دا اعلان کوم چې دغه ځايونه ، ولايتونه ، ښارونه چې اوس يې نومونونه نه اخلم او دا پنځه شپږ ځايونه دي امنيتي مسووليت يې افغان امنيتی ځواکونو ته په بشپړ ډول سپارل کيږي . په دغو سيمو کې به پخپله د افغانستان خلک ، امنيتي ځواکونه او ادارې يې په ټوله مانا د هېواد چارې پر مخ بيايي .''
تمه دا ده چې د مخکني اعلان سره سم له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتو بهير تر راتلونکو نژدې پنځو مياشتو پيل او د د ۲۰۱۴ کال تر پايه بشپړ شي .
نړيوالې ټولنې د افغان حکومت له لوري د امنيتي مسووليت د منلو هرکلی کړی او ژمنه يې کړې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم افغان حکومت يوازې پرېنږدي .
افغان حکومت د مسووليت خپلولو ته خوشبين دی، خو يو شمېر کتونکي د افغانستان د امنيتي ځواکونو پر وړتياوو هغومره باوري نه دي چې وکولی شي د بهرنيانو په څېر له طالبانو سيمې وساتي .








