کرزی: د ملکي خلکو په وژلو ترهګري نه شي ختمېدای

افغان ولسمشر حامد کرزي د کونړ په ماڼوګي کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د ولسي وګړو وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي .
ولسمشر کرزی دا مهال په لندن کې له برتانوي چارواکو سره پر خبرو بوخت دی .
له ولسمشرۍ خپره شوې ویناپاڼه کاږي، وژل شوي بې ګناه ماشومان د لرګو په راغونډولو پسې وتلي ول، چې بهرنیو ځواکونو بمباري پرې وکړه .
ولسمشر کرزي يو ځل بيا په ټينګار ويلي چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه شته .
حامد کرزي دا هم ویلي چې ایا له ترهګرۍ سره مبارزه د ولسي وګړو په وژل کېدو کې شونې ده؟ .
پارلمان
بل خوا د افغانستان ولسي جرگې نن په افغانستان کې د هوايي بمباريو او ځانمرگو بريدونو له امله د ولسي وگړو مرگ ژوبله په کلکه وغندله او په دې تړاو يې يوه اعلاميه هم خپره کړه .
کله چې په ولسي جرگه کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بمباريو کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې خبره راپورته شوه ، او په ترڅ کې يې د کونړ ولايت يو تن استازي د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې چې تيره ورځ د ماڼوگي په ولسوالۍ کې يې نهه تنه ماشومان او تنکي زلميان ووژل ، نو گڼو وکيلانو يې په اړه تند غبرگون په ډاگه کړ او هغه يې د ټولو نړيوالو قوانينو سره په مخالفت کې چاره وبلله .
ځينو استازو غوښتنه کوله چې ټول جرگه وال دې د ولسي جرگې له تالاره ووځي او د امريکې د سفارت په لور دې وخوځيږي او د اعتراض غږ دې اوچت کړي ، يو شمير نورو جرگې ته په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د لوى قومندان د رابللو او له هغه نه د زيات وضاحت غوښتلو غوښتنه هم کوله ، خو ځينو نورو بيا ويل چې ښايي بهرني ځواکونه د دوى پر غوښتنه د افغانستان ملي شورا ته را نه شي .
خو ډيرو استازو غوښتنه کوله چې د راتلونکۍ اونۍ د يکشنبې په ورځ دې د دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت مشر دې غونډې ته راشي او د وکيلانو پوښتنو ته دې په دې اړه ځوابونه ورکړي .
تر ډيرو تودو خبرو او بحتونو وروسته جرگې يوه څلور ماده ييزه اعلاميه خپره کړه چې د ټولو استازو له خوا د تائيد وړ وگرځيده :

''هر ډول پوځي عمليات چې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې سبب گرځي د اسلامي شريعت او نړيوالو کنوانسيونونو سره مخالفت لري او په کلکه يې غندنه کوو ، د افغان حکومت نه غواړو چې د ټولو حقوقې او ديپلوماتيکو لارو چارو نه په گټې اخيستنې بيړني گامونه پورته کړي ، د نړيوالو ځواکونو نه غواړو چې خپل ټول پوځي عمليات د نړيوالو تړونونو او د افغان امنيتي ځواکونو سره په هم غږى تر سره کړي ، د ولسي وگړو مرگ ژوبله ناوړه پايلې لري چې په راتلونکې کې به يې پړه د نړيوالو ځواکونو په غاړه وي . ''
په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله کومه نوې خبره نه ده په تيرو شاوخوا لسو کالو کې د دغه هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې هوايي بمباريو او ځانمرگو بريدونو زيات ولسي وگړي وژلي چې د ملي شورا په تيرو دور کې هم استازو يې په اړه کلک غبرگون په داگه کړى او ان تر دې چې په وار ، وار يې امنيتي چارواکي هم وربللي دي ، خو لا هم دغه لړۍ روانه پاتې ده.
د ملي شورا ځينې استازي وايي تر هغې پورې چې افغان حکومت په دې برخه کې رڼه تگلاره جوړه نه کړي ، نو ولسي مرگ ژوبله به ورسره روانه پاتې وي .








