کرزی پر امنيتي مسایلو د خبرو لپاره برتانیا ته ولاړ

افغان ولسمشر حامد کرزی په یوه درې ورځني سفر برتانیا ولاړ .
له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې جګپوړي افغان چارواکي هم مل دي .
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلی کرزی به د برتانیا له لومړي وزير ډېوېډ کامرون د هغه له مرستیال نېک کلېګ له وليعهد شهزاده چارلز او یو شمېر پارلماني غړو سره وګوري .
سرچينه زیاتوي، برتانیا ته د ښاغلي کرزي د سفر موخه د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پراختیا او تر ۲۰۱۴ کال وروسته له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیت د سپارلو پرسر خبرې اترې دي .
خبرپاڼه کاږي، د راتلونکې سه شنبې پر ورځ به ښاغلی کریی د برتانیا له دفاع وزیر لیام فاکس، لوی درستيز ډېوېډ ریچرډ او د برتانیا د نړیوالو مرستو د ادارې له رییس مارک مارک لوکاک سره ناسته ولري .
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان به د افغانستان او سیمې پر حالاتو او د امنيتي چارو د سپارلو پر چاره وغږېږي .
د ولسمشرۍ له خوا خپره شوې ويناپاڼه کاږي، د کرزي د درې ورځني سفر په اوږدو کې به د برتانیا په موزیم کې د باختر د ګنجینې د اثارو ننداره هم پرانيزي.
د ویلو ده چې د انګلستان په موزیم کې به د افغانستان شاوخوا ۲۳۱ لرغوني اثار د شاوخوا یوې میاشتې لپاره نندراې ته وړاندې شي .
د خبرپاڼې په حواله، له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د ولسمشرۍ ویاند وحید عمر هم مل دي .








