ولسمشر کرزي، د ولسي افغانانو مرګ ژوبله په کلکه وغندله

کرزی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي کرزي په افغانستان کې پر مېشتو بهرنيو ځواکونو هم له دې کبله نيوکه وکړه،چې په عملياتو کې يې همغږي نشته، ځکه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د تېرې اونۍ په ترڅ کې د افغانستان په يو شمېر ښارونو کې خورا خونړي بريدونه وشول .

ددغو پېښو په لړ کې يو هم په ختيز ولايت جلال اباد کې د کابل بانک پر سيمه ييز دفتر وسلوال بريد و چې شاوخوا څلوېښت تنه پکې ووژل شول او تر اويا زيات ژوبل شول .

بل د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ناټو او افغان ځواکونو هوايي بريد و، چې د افغان حکومت په وينا د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شپېته تنه زيات پکې وژل شوي ول .

افغان ولسمشر حامد کرزي پخپله اونيزه راډيويي وينا کې د جلال اباد بريد يو داسې بريد وباله چې په وينا يې په هېڅ دين کې د منلو وړ نه دی : (( دغه هېښوونکي جنايات په هېڅ دين او مذهب او دغه راز د نړۍ په هېڅ هېواد کې د منلو او توجيه وړ نه دي .

ان ددغه جنايت د محکومولو لپاره د الفاظو موندل هم سخت کار دی . خو دغه جنايتکاران اصلا څوک دي او ولې زموږ د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو له وژلو خوند اخلي؟

ښکاره ده چې هغوی نه مسلمانان دي، نه افغانان او نه هم انسانان بلل کېدای شي . دا په اصل کې ددې خاورې د بچيانو د وژلو لپاره ګمارل شوي مزدوران دي .))

دغه راز ښاغلي کرزي وويل د ناټو او ايساف ځواکونو له لوري هم د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې بهير روان دی او په وينايې په عملياتو کې نه همغږي د ولسي زيانونو لامل کېږي: (( د ناټو ايساف د ځواکونو له لوري هم د ملکي افغانانو مرګ ژوبله دوام لري. موږ له اوږدې مودې راهيسې هڅه کوو چې دغه ځواکونه د ملکي وګړو له وژلو را وګرځوو.

خو د کونړ وروستۍ پېښې وښوده، چې موږ لا هم په دغه کار کې بريالي نه يو. دليل يې ددغو ځواکونو خپل سري عمليات دي چې ډېر ځله زموږ د خلکو د ژوند په بيه تمامېږي .))

دغه راز ولسمشر کرزي په افغانستان د جګړې پر ستراتيژي هم نيوکه وکړه او د ولسي خلکو زيان يې ددغې ستراتيژي د نيمګړتيا له کبله وباله .

په تېره يوه اونۍ کې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې تر يو نيم سل زيات ولسي افغانان د طالبانو او ناټو ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي.

اوس په افغانستان کې ناسمې امنيتي وضعې پر افغانانو سربېره د نړيوالو او نادولتي موسسو اندېښنې هم راپارولې دي.