مشرانو جرګې خپل رییس او مرستیال وټاکۀ

د افغانستان مشرانو جرګې سناتورانو پر داسې مهال خپل مشر او مرستیال وټاکه، چې لاهم ولسمشر کرزي ۳۴ انتصابي غړي نه دي ورمعرفي کړي.
د مشرانو جرګې ۶۸ غړو په یوه خوله د علني رایو پربنسټ پخوانی مرستیال فضل هادي مسلم یار د خپل مشر په توګه وټاکه.
ښاغلي مسلم یار بي بي سي ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د جرګې د درېیمې برخې د غړو په نشتوالي کې د مشر ټاکل له قانوني اړخه څه ډول چاره ده؟




