کابل: نړيواله ټولنه بايد د ملي پوځ سمبالتيا ته ډېر پام وکړي

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي له نړيوالې ټولنې څخه افغان لوري ته د مسوليتونو د لېږد لپاره بايد ملي پوځ د اکمالاتو، وسلو او لګښتونو له اړخه پر خپلو پښو ودرول شي .
ارګ په يوه ويناپاڼه کې ويلي د ملي امنيت شورا ويلي د ملي پوځ لګښتونه دا مهال نړيوال ځواکونو په داسې ډول ورکوي چې دفاع وزارت پکې هېڅ ونډه نه لري خو په وينا يې له دې وروسته بايد دغه کار د هېواد ددفاع وزارت له لارې وشي .
په ټوله کې د ملي امنيت شوار ډېر ټينګار د ملي پوځ پر سمبالښت کړی، چې وايي درنو وسلو، پياوړو ځمکنيو او هوايي ځواکونو ته اړتيا لري .
ددغه ټينګار اصلي لامل دا دی چې دا مهال ملي پوځ عملا د افغان دولت له مخالفينو سره پر جګړه بوخت دی او بله دا چې په لومړي سر کې به له نړيوالې ټولنې څخه د امنيتي چارو مسوليت افغان لوري ته سپارل کېږي چې بيا به يې هم مشري ملي پوځ کوي.
څه موده وړاندې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جيمز ماتيس له ولسمشر کرزي سره د ليدنې پر مهال له هغه وغوښتل چې د پوځ او پوليسو ليکو ته تر مخکني اټکل شاوخوا اتيا زره ډېر سرتېري ور زيات کړي .
د هغه ټينګار هم له دې امله و چې هر څومره ژر وشي افغان ځواکونه له نړيوالو ملاتړو پرته په يوازې سر د هېواد د امنيتي چارو د سمبالښت او پر مخ بېونې جوګه شي.
د ارګ له لوري د پنجنشبې پر ورځ خپره شوې ويناپاڼه کې هم ويل شوي چې افغان حکومت د ملي پوځ او پوليسو د شمېر له زياتولو سره موافق دی خو دا کار بايد هله وشي چې نړيواله ټولنه يې مخکې له مخکې ورته د لګښتونو د ورکړې او پر پوځي وسايلو د سمبالولو ډاډ ورکړي .
د ملي امنيت شورا د پرېکړې له مخې به د ولسمشر کرزي سلاکار او افغان لوري ته د چارو د رالېږدونې د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار له نړيوالې ټولنې سره خبرې اترې کوي.
په يوه بل پرمختګ کې د کورنيو چارو وزارت ويلي چې شپاړس خصوصي امنيتي کمپنيو چې ډېرې يې په کابل کې بهرني سفارتونه او نړيوالې د يپلوماتيکې موسسې ساتي د افغانستان له قوانينو څخه سرغړونې کړې دي.
د ارګ ويناپاڼه وايي د کورنيو چارو وزارت له لوري د ملي امنيت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ويل شوي دغو شرکتونو داسې مرمۍ ضد ګاډي کارولي چې راجستر شوي نه ول .
دغه راز يې د افغان حکومت له اجازې پرته بهرني کارګر په دندوګمارلي دي.








