ملي امنیت د کندوز د والي د وژنې په تور ۶ کسیزه ډله نیولې

افغانستان د ملي امنيت اداره وايي په تېرو څو ورځو کې يې په کابل ، تخار او هرات کې د څو بريدونو مسولين او پلان جووړنکي کسان نيولي دي .
د دغې ادارې وياند لطف الله مشعل خبريالانو ته وويل په کابل کې نيول شوې شپږ کسيزې ډلې اقرار کړې چې په کابل کې د هندوستان پر سفارت د شوي بريد په ګډون يې په شپږو ځانمرګو او موټر بم بريدونو کې لاس درلود چې د پلازمېنې په بېلا بېلو سيمو کې شوي دي.
دغه راز هغه وويل په تخار کې يې د کندوز پر پخواني والي انجنير محمدعمر د بريد پلاوونکی نيولی او په هرات کې يې هم د يو طالب مشر د نيول کېدو خبر ورکړ:
''د ملي امنیت ریاست کارکوونکو د ځانوژونکو بریدونو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده، چې د تېرکال په لسو لویو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود. د فاروق په نامه پلانوونکی یې هم نیول شوی دی.''
ښاغلي مشعل وویل چې دغو کسانو تېر کال په کابل کې د هند پر سفارت او مېلمستون بریدونو کې هم لاس درلود.
ملي امنیت وايي چې په کابل ښار کې یې د حقاني ډلې شپږ کسیزه نیولې ده، چې نومونه یې په لاندې ډول دي.
ښاغلي مشعل زیاته کړه، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ په کندهار ولایت کې سلګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ونیول شول.
د ملي امنیت ویاند وویل، چې په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان د ملي پخلاینې او سولې له بهیر سره ګڼ شمېر وسله وال یوځای شوي دي:
''د ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا په تایید د ملي امنیت رييس ټولو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د سولې له بهیر سره د وسله والو کسانو د یوځای کېدو په بهیر کې مرسته وکړي.''








