د کندوز په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته دوه ځانمرګي برید کوونکي ننوتي، چې په دې لړ کې د ملي اردو پنځه سرتېري او درې پولیس وژل شوي.
طالبانو ویلي برید کوونکي د دوی کسان دي.
د کندوز مرستیال والي امدالله دانشي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي برید کوونکي د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته ننوتل، چې یوه یې تر نښتې وروسته ځان والوځاوه.
په چاودنه کې د مرکز او ورڅېرمه ودانیو د کړکیو ښيښې ماتې شوې دي.
د کندوز امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سیدخېلي تایید کړې او ويلي دي چې نن ګهيځ څلور ځانوژونکي د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته ننوتي، چې تر دې مهاله (د سهار نه بجې) پورې نښته روانه ده.
دانشي زیاتوي، د نښتې او چاودنې پرمهال درې برید کوونکي وژل شوي، او یو بل لاهم ژوندی دی چې د مرکز د ننه له امنيتي ځواکونو سره مقاومت کوي.
د ویلو ده چې تېره ورځ دغه ولایت ته د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل ورغلې وه او د وسله والو پرضد یې د خپلو سرتېرو کړنې ستایلې وې.
په کندوز کې د بي بي سي خبریال هم وايي چې په نښته کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.








