احمدزى: د هولبروک ځاى ناستي ته اړتيا نشته

افغان سياستوال ډاکټر اشرف غني احمدزي له بي بي سي سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما د ځانگړي استازي اړتيا ونه ليده .
ښاغلي احمدزي وويل کله چې ريچرډ هولبروک په دې دنده ټاکل کيده هغه وخت ولسمشر اوباما دا هيله نه لرله چې پر افغانستان به هره ورځ يا د اوونۍ يو وار ښکېل وي .
په دغه ډول يوۀ حالت کې استازي ته اړتيا وه .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو مخکيني کانديد وويل اوس د ولسمشر اوباما جنگي کابينه او د ملي امنيت شورا هره ورځ د افغانستان مسايل تعقيبوي .
له ډاکټر اشرف غني احمدزي وپوښتل شول که چيرې بيا هم د افغانستان او پاکستان لپاره ځانگړى استازى ټاکل کيږي نو د دوى په گومان بايد دغه کس بايد څه وړتياوې ولري .
دوى وويل په افغانستان کې دننه د جنرال پيترياس او سفير اکينبيري په څير پياوړي امريکايي استازي شته نو که نوى استازى ټاکل کيږي بايد د کار بڼه او ډول يې بدل وي او پر کار يې له سره فکر وشي .
د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وينا بل کس بايد د سيمې په باب ډير مهارت ولري او د خاصو اهدافو په رڼا کې بايد دنده ترسره کړي .
ډاکټر اشرف غني احمدزي د هغو گنگوسو په باب چې ښايي زلمى خليلزاد د ريچرډ هولبروک پر ځاى وټاکل شي وويل :
" زلمى خليلزاد امريکايي دى ، دا پريکړه د ولسمشر اوباما ده چې هغه ټاکي که نه ، د افغان دولت د يوۀ غړي په توگه موږ بې طرفه يوو "
٦٩ کلن ريچرډ هولبروک تر څو ورځنۍ ناجوړۍ او بيا تر دوو عملياتو وروسته مړ شو.








