په کندز کې چاودنې ۴ پولیس ۳ ولسي وګړي ووژل
د کندز والي وايي نن د دغه ولایت د مرکز د مولوي سراج الدین په کوڅه کې چاودنې اووه کسان وژلي، چې څلور يې پولیس او درې ولسي وګړي دي
د کندز والي انجنیر محمد عمر بي بي سي ته وویل پېښه پر يوه موټر سایکل د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو امله رامنځ ته شوې ده.
که څه هم ښاغلی عمر وايي په چاودنه کې دوه ولسي وګړي ټپيان شوي، خو ځايي خلکو او د روغتون چارواکو ویلي چې په چاودنه کې ۱۷ کسان ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي دا چاودنه د امام صاحب بندر کې د يوه قراردادي د دوکان مخې ته شوې ده.
تر اوسه د پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.
وسله والو طالبانو ګواښ کړی و، چې د روژې په میاشت کې به خپل عملیات زیاتوي.
بل خوا په افغانستان کې يوه جګپوړي برتانوي قوماندان نېک پارکر له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي د دې پرځای چې په افغانستان کې وضعیت ښه شي، د لا خرابتیا پر لور روان دی.

نوموړي ويلي که څه هم ایتلافي ځواکونه د امنیت د خوندي کولو هڅه کوي، چې هڅې يې ډېرې پڅې، پېچلې او اوښتونکې دي.








