په کندوز کې د DAI پر دفتر وسلوال بريد شوی

افغان چارواکي وايي په کندوز کې د يوې بهرنۍ موسسې پر دفتر د وسلوالو طالبانو په بريد کې دوه بهرنيان، يو پوليس او شپږ بريدګر وژل شوي دي .
د کندوز امنيه قوماندان عبدالرزاق يعقوبي وويل بريد په ځايي وخت د سهار شاوخوا درې بجې و شو او بيا تر نهو بجو جګړه روانه وه .
دده په وينا په جګړه کې دد فتر درې ساتونکي او يو پوليس ټپيان شوي هم دي . خو عيني شاهدان د ټپيان شمېره شاوخوا لس تنه بولي .
په کندوز کې د ولايتي بيارغونې ډله هم وايي چې د دوی روغتون ته ، اته ټپيان ور وړل شوي چې د دفتر ساتونکي، پوليس او عام خلک دي.
امنيه قوماندان وويل بريد د امريکا د پرمختيايي ادارې د يوې څانګې DAI پر سيمه ييز دفتر شوی دی .
دده په وينا لومړی يو ځانمرګی بريدشوی او وروسته بيا وسلواله نښته پيل شوې ده .
ښاغلي يعقوبي وويل چې په دفتر کې د يوې مېرمنې په ګډون پېنځه بهرنيان ژوندي پاتې دي خو ده نه د وژل شويو او نه ژوندو بهرنيانوهويت څرګند کړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
تر دې وړاندې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د بهرنيو موسسو پر دفترونو ورته بريدونه شوي دي .








