افغان معارف وزارت دوه ميليارده ډالر غواړي

- Author, آرش پاکطين
- دنده, له کابله
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي دوى په کابل کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې د مرستو د راماتولو په موخه په پنځو بيلابيلو برخو کې يوشمير پروگرامونه جوړ کړي دي.
د پوهنې وزارت چارواکي وايي دغه پروگرامونه يې د څلورو وزارتونو په مرسته جوړ کړي چې پکې د دغه هيواد لويې ستونزې په گوته شوي دي.
د حرفوي زده کړو پراختيا، دوړتياو لوړول، کار موندنه، د ښونځيو جوړول او ښونې او روزنې ته د افغانان ماشومانو لاس رسى هغه مهمې برخې دي چې د چارواکو په وينا په جوړ شوي پروگرام کې ورته ځاى ورکړل شوى دى
د افغانستان د پوهنې وزارت وياند گل آغا احمدي بي بي سي ته وويل په راتلونکو دريو کلونو کې د دغو پروگرامونو د پلي کولو لپاره څه دپاسه ٢ ميلياردو ډالرو ته اړتيا شته.
پروگرام
(( د پنځو وزارتونو له لوري کوم کلاستر چې جوړ شوى ، پنځه لوى پروگرامونه يې په پام کې نيولي دي. يو د کار د مهارتونو پروگرام دى چې د پوهنې او د کار او ټولنيزو چارو د وزارت له لوري پر مخ وړل کيږي. دويم پروگرام زده کړې د ټولو لپاره دى، دريم پروگرام د ښځينه و لپاره د مساوي امکاناتو برابرول دي ،څلورم هغه د روغتيا لپاره د بشري قوا روزنه ده او وروستى پروگرام د لوړو زده کړو لپاره د فرصتونو پراختيا ده چې د دغو ټولو پروگرامونو لپاره د کابل له کنفرانسه د څه دپاسه ٢ ميلياردو ډالرو غوښتنه لرو. ))
ښاغلى احمدى وايي د دغو پروگرامونو په پلي کولو به نه يوازې څه دپاسه دوه ميليونه افغان ماشومان له زده کړو برخمن شي بلکې په لسگونه زره افغانانو ته به ليک او لوست،حرفوي زده کړې او د کار و بار زمينې برابر شي.
دغه پروگرامونه د افغانستان د عامې روغتيا، کار او ټولنيزو چارو،ښځو، د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو په مرسته جوړ شوي دي.
د کابل له نړيوال کنفرانس نه د پوهنې وزارت پر داسې مهال د څه دپاسه ٢ ميلياردو ډالرو د مرستې غوښتنه لري چې وړاندې له دې د افغانستان د اوبو انرژۍ وزارت د دغه هيواد د اوبو د زيرمه کولو او د اوبو د لويو بندونو د جوړولو لپاره له نړيوالې ټولنې د اتو (٨) ميلياردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د کابل کنفرانس د روانې ميلادې مياشتې په 20 په کابل کې جوړيږي او موخه يې له افغانستان سره د نړيوالو له لوري د مرستو او ژمنو نوي کول ښوول شوي دي.








