د عادلانه ټاکنو لپاره دې هڅې زياتې شي

دا اوس د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا په ټول افغانستان کې د رايې ورکونکو دنوم ليکنې چاره روانه ده
د عکس تشریح، دا اوس د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا په ټول افغانستان کې د رايې ورکونکو دنوم ليکنې چاره روانه ده
    • Author, عبدالمالک عاصم
    • دنده, له کابله

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو په نوم يوې خپلواکي ادارې په افغان حکومت او نړيوالو ټولنو غږ کوي چې د ټاکنو د عادلانه تر سره کيدو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.

دغې ټولنې د ولسي جرگې لپاره د ٧ سوه کانديدانو سره د شويو مرکو پر بنسټ يوه ارزونه خپره کړې چې پکې امنيتي گواښونه د کانديدانو لپاره لويه انديښنه په گوته شوې .

ټاکل شوې چې بله چهار شنبه په ټول افغانستان کې د ولسي جرگې د کانديدانو رسمي کمپاينونه پيل شي چې سره له اوسه يې د تر سره کيدو په اړه پراخې انديښنې موجودي دي .

همدغه موضوعگانې په کابل کې زموږ همکار عبدالمالک عاصم د اونۍ په ځانگړي رپوټ کې څيړلي دي .

په داسى حال کې چې د ولسي جرگې لپاره تر دوه نيم زرو ډير کانديدان د کمپاينونو د پيلولو لپاره تياري بشپړوي په افغانستان کې د ټاکنيزو منډو تر ړو يوه څارونکي اداره فيفا د نا امنى او تاوتريخوالي د پراخو گواښونو خبردارى ورکوي .

پر ناامنى سر بيره په راتلونکو ټاکنوکې د درغليو د احتمال او د ځورواکو لخوا د ځينو کسانو د کمپاين محدودول، د يوه کس لخوا د گڼو کارتونو دکارولو په اړه انديښنې په افغانستان کې پراخې دي .

د فيفاد ادارې په مټ يوه تر سره شو ې ارزونه چې په سلگونو کانديدان په کې پوښتل شوي وايي چې د نژدې ټولو نوماندو سره د نا امنۍ په گډون يو لړ پراخې انديښنې شته.

د ټولنې مشر جانداد سپين غر وايي:

(( زموږ لخوا د کانديدانو د نوم ليکنې په دوره کې يوه ارزونه وشوه چې ٧ سوه کانديدانو سره مرکې وشوې ټولو له نا امنيو انديښنه لرله په خاصه توگه ميرمنو دا انديښنه لرله چې کيدى شي ډيرو سېمو ته ونشي کولى ولاړې شي . ))

د نا امنيو پراخوالي اوس تر ټولو ډيره انديښنه ولسي جرگې له ولاړو کسانو سره ده چې په دغو را تلونکو ٢ مياشتو کې به ددوى لويه برخه ترې اغيزمن شي ..په کندهار کې د ولسي جرگې لپاره ولاړه نوي کانديده مير من رڼا ترين وايي:

(( زه د نا امنيو له کبله ډيره انديښمنه يمهپه خاصه توگه په کندهار کې فکر کوم و به نشم کولى ډيرو ولسواليو ته ولاړه شم او کمپاين وکړم اوس دا زمينه نه ده برابره .))

داسې ويل کيږي چې د تيرځل پارلماني ټاکنو په پرتله به دا ځل د کانديدانو لپاره د کمپاين او ولسواليو ته د تلو کيسه د نا امنيو له کبله ډيره ستونزمنه وي اوډير کانديدان داسې فکر کوي چې دا ځل به يې کمپاين ترډيره په ښارونو پورې محدود وي. د پکتيا ولايت يوه کانديده شريفه زرمتى وردگه.

(( تيرځل له قومي مشرانو سره يوځاى په يوه مياشت کې ټولو ولسواليو ته ولاړم خو دا ځل نشم کولى په ډاډه زړه کمپاين وکړم تر اوسه مو په مرکز گرديزکې مرکز نه دى پرانيستلى . د هر شي ويره شته. ))

اوس کيدى شي دا انديښنه له ډيرو کمو کسانو سره نه وي يو افغان سياستوال احمد شاه احمدزى فکر کوي چې په ډيرو ولايتونو کې خو له لويه سره کمپاين ممکن نه دى .

(( اوس بايد حالات ښه شوي وايي خو زه فکر کوم دا ځل د کمپاين لپاره هيڅ حالات برابر نه دى. ))

د ټاکنو افغان کميسيون تمه لري چې په را تلونکو ٢ اوونيو کې امنيتي ادارې ورته د بېلابېلو سیمو د امنيت د خونديتوب په اړه خپل ځمتوالى په ډاگه کړي، خو د افغانستان امنيتي چارواکي پر همدې انديښنو د چهار شنبې په ورځ ولسي جرگې ته چې اکتريت مطلق يې بيا کانديدان دي ور بلل شوي چې په دې برخه کې ددغو ادارو له پلانونوخبرشي او کانديدانو د کمپاين د امنيت د خونديتوب له اړخه خپلې اندښنې ورسره شريکې کړي.

ښځې رايې شمېرې
د عکس تشریح، د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره شاوخوا٣ مياشتې وخت پاتې دى .

د کورنيو چارو د وزارت وياند زمرى بشري وايي چې دوى تر وسه وسه هڅه کوي چې د پارلماني ټاکنو منډې ترړې په ارامه او سوله ييزه فضا کې تر سره شي.

پر نا امنيو سر بيره د فيفا په ارزونې کې بله را برسېره شوې لويه اندېښنه د سيمه ييزو زورواکانو له اړخه ده چې مشريې ښاغلى سپين غر پر نړيوالو او کورنيو ادارو په دغه برخه کې د کوټلو گامونو د پورته کولو غوښتنه کوي.

(( يو شمير کانديدانوددوى په سېمو کې د زورواکانو او وسله والو کسانو په اړه انديښنه ښولې چې دوى فکر کوي وبه نشي کولى په ارامه زړه کمپاين وکړي او ددغو کسانو په وړاندې رايې تر لاسه کړي دوى د گواښ احساس کوي ، نو له بده مرغه تر اوسه په دغه برخه کې تر اوسه کوټلي گامونه نه دي پورته شوي.))

لکه ښاغلي سپين غر چې ورته اشاره وکړه په کندهار کې ميرمن ترين هم له دې اړخه انديښمنه ده.

((په کندهار کې قومي مسايل ډير قوي دي او دغه قومي مسايل په ټاکنو کې ستونزې را پورته کولى شي او هر قوم به د خپلو کسانو د بري هڅه وکړي.))

پر زور واکانواو قومي مسايلوسربيره د احتمالي درغليو له اړخه هم انديښنې پراخې دي چې د ولسمشرى په تيرو ټاکنو کې يې بيلگې وليدل شوې. ځېنې کانديدان لکه ميرمن شريفه او دولسي جرگې اوسنى غړى او د پکتيا بل کانديد گل پاچا مجيدي وايي داسې رپوټونه ورسيدلي چې ځينو کانديدانوسر له اوسه درغليو ته ملاتړلې:

(( موږ ته داسې ويل شوي چې په پکتيا کې يو شمير کسان په پيسو کارتونه ټولوي او فکر کوي چې وبه يې کاروي . ما سره داسې اسناد شته او د امنيتي ادارو لخوا به يې را وغواړم .

د يو شمير کانديدانو لخوا کارتونه اخيستل کيږي ولس موږ ته وايي چې ته ولې ارامه ناسته يې نو دا مسايل سته او په دې اړه زه او ولس انديښنه لرو.))

خو د افغانستان د ټاکنو په اړه د شکايتونو د اوريدو د کميسيون غړى او وياند احمد ضيا رفعت وايي په دې برخه کې دوى تياردي چې اړوند قانوني گامونه پورته کړي :

(( د يوه کانديد لخوا د بل کانديد گواښل، د يوه کانديد لخوا د بل کانديد د تبليغاتي پاڼو څيرل، او د يوه کانديد لخوا بل کانديد ته افترا ، سپکاوى ، له ټاکلي وخت وړاندې يا وروسته د کمپاين کول، له دولتي امکاناتو گټه پورته کول دا ټول شکايتونه به ارزوو . دارنگه دغه ډول کسانو ته به خبرداري ورکوواو ان جريمه کيږي به .که سرغړونه ډيره جدي وي نو کيدى شي د کانديدانوله لسته يې هم بهر کړو. ))

د افغانستان د ټاکنو کميسيون هم له خپله اړخه ډاډ ور کوي چې په ټاکنو کې د درغليو د پيښېدو لپاره يې له وړاندې پراخ گامونه پورته کړيدي .

د کميسيون وياند نور محمد نوروايي:

((زموږ د کميسيون دوه مشران نوي شول ، د ټولو ولايتونو مشران له يوه ولايته بل ته بدل شول دارنگه په زرگونو عادي مامورين مو هم بدل شول ، دا ځل به موږ د ښونځي او پوهنتونونو استادان او ښونکي په دنده وگمارو چې د ټاکنو چاره تر سره کړي . که دوى کومه سر غړونه کوي ادرس يې معلوم دى پوښتنه ترې کېدى شي .))

دا اوس د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا په ټول افغانستان کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې چاره روانه ده او ښاغلى نور تمه لري چې دکارتونو د ويشلوپه دغه دوه مياشتنى دوره کې تر نيم ميليون زياتو هغو کسانو ته نوي کارتونه وويشي چې تر اوسه يې نه لري .

(( موږ به په دې پړاو کې ٦ سوه زره نوي کارتونه وويشو خو تر اوسه په ټولو ٤ پړاوونو کې شاوخوا ١٧ ميليون کارتونه ويشل شوي خو وړ کسان ١٢ ميليون شاوخوا کسان د را يو ورکولو وړ دي . پاتې کارتونه ځينې داسې کسانو اخستي چې يا اوس وفات شوي او يا له يوې سېمې بلې ته کډه شوي خو زموږ د مکانيزمونو ترمخه يو کس دوه کار تونه نشي کارولى . ))

خو .لکه چې ځېنې دغه ډول کسان يې د تر سره کولو خوبونه وينې .

خو د ټاکنو کميسون وايي هيچا ته به اجازه ورنکړي چې له يوه زيات کارتونه وکاروي اويا د کمپاين پر مهال داسې کارونه تر سره کړي چې ټاکنيزه سر غړونه وبلل شي خو د نا امنى له اړخه کميسيون هم انديښمنه ده او ژمنه يې داده چې په ټولو هغو ځايونوکې به د رايو ورکولو مرکزونه جوړوي چې د خونديتوب په اړه يې ډاډه شي .

د ولسي جرگې د ټاکنو لپاره شاوخوا٣ مياشتې وخت پاتې دى.