تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اروپايي ټولنې بندیزونو ته د طالبانو حکومت غبرګون: د "ناکامه تجربو تکرار" پر ځای د تفاهم او تعامل لار غوره کړئ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې له لوري د دوی پر درېيو جګپوړه چارواکو د بندیزونو تر لګولو وروسته ویلي چې "تحریم او فشار" پایله نه لري بلکې د "تفاهم او تعامل" لار دې غوره شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه دغه څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي چې د دوی د حکومت د ځينو مشرانو نومونه د بندیزونو نوملړ ته وراچول د هېڅ لوري په ګټه کار نه دی.
ښاغلي مجاهد همدا راز دغه بندیزونه د "ناکامه تجربو تکرار" او "تحمیلي سیاست" بللی او په وینا یې، پخوا یې هم "پایله نه ده درلودلې"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه غبرګون وروسته له هغه راځي چې اروپايي ټولنې له ښځو سره د توپیري چلن له امله د طالبانو پر درېیو جګپوړو چارواکو بندیزونه لګولي.
د دغې ټولنې په اعلامیه کې د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي طالب چارواکي په افغانستان کې د طالبانو د پوهنې وزیر، عدلیې وزیر او قاضی القضات ښودل شوي دي.
اروپايي ټولنې پر دغو دریو طالب چارواکو سربېره، سویلي سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت، روسیه او د اوکرایین جګړې سره په تړاو له بشري حقونو د سرغړونو له امله پر پنځو بنسټونو او نورو ۱۶ کسانو هم بندیزونه اعلان کړي دي.
اروپايي ټولنې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د پوهنې او عدلیې پر وزیرانو حبیب الله آغا او عبدالحکیم شرعي او د طالبانو په حکومت کې د دوی پر قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د زدکړو له حقه د ښځو او نجونو بې برخې کېدو، نیاو ته د ښځو د نه لاسرسي او د نارینه وو او ښځو تر منځ د نابرابرۍ په چلن کې د دوی د ونډې له امله بندیزونه پلي شوي دي.
زدکړه؛ حبیب الله آغا
اروپایي ټولنې په خپله اعلامیه کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر حبیب الله آغا د بشري حقونو د نقض، په ځانګړي ډول له زدکړو د نجونو او ښځو د منع کولو مسول بللی دی.
په اعلامیه کې راغلي، له کومې ورځې چې حبیب الله آغا د دغه وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړې، افغان نجونې او ښځې یې له منځنيو او لوړو زدکړو منع کړې او د دوی پر مخ یې نا دولتي پوهنیز مرکزونه او شخصي کورسونه هم تړلي دي.
حبیب الله آغا تر دغه وزارت وړاندې د طالبانو د کندهار ولایتي شورا مشر و.
د یادولو ده چې همدا دوه ورځې مخکې د طالبانو حکومت یو ځل بیا د کانکور په ازموینه کې د نجونو او د ښځو د ګډون مخه نیولې ده.
د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت په یوه مکتوب کې ویلي وو چې تر "امر ثاني" ښځينه په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د زدکړو حق نه لري.
عدالت: عبدالحکیم حقاني او عبدالحکیم شرعي
اروپايي ټولنې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني باندې هم بندیزونه لګولي دي.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی حقاني د خپل واک پر مهال "د ښځو پر وړاندې ځپونکې تګلارې غوره کړې، د افغانستان له محکمو یې ښځې بې برخې کړې دي، عدالت ته یې د هغوی لاسرسی په قصدي ډول محدود کړی" او په دې توګه یې د جنسیتي برابرۍ اصل تر پښو لاندې کړی دی.
اروپايي ټولنې پر عبدالحکیم حقاني همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې د طالبانو له مشر هبت الله اخوند سره د نږدېوالي له کبله یې د دغو ټولو کړنو په ترسرولو سره له خپل "سیاسي نفوذه" ګټه اخیستې ده.
عبدالحکیم حقاني په ۱۳۳۶ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې زېږېدلی او د طالبانو بنسټګر ملا محمد محمد عمر او د اوسني مشر هبت الله اخوند نږدې ملګری پاتې شوی.
"د ښځو ضد قضايي نظام"
د طالبانو حکومت د عدلیې چارسمبالی عبدالحکیم شرعي هغه درېیم کس دی چې د اروپايي ټولنې د محدودیتونو په نوملړ کې دی.
اروپايي ټولنې تور پورې کړی چې ښاغلي شرعي د افغانستان د قضايي نظام بڼه د ښځو پر ضد اړولې ده. دې ټولنې همدا راز ویلي چې عبدالحکیم شرعي په قضايي نظام کې ښځو ته د وکالت جواز نه ورکوي، دوی قانوني او قضايي استازولۍ ته نه پرېږدي او د افغانستان له قضايي چوکاټه یې ایستلې دي.
پر ښاغلي شرعي دا تور هم پورې شوی چې ګواکې د افغانستان قضايي نظام ته د بیا کتنې په امر سره یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کولو قانون د پلي کولو مخنیوی کړی دی.
که څه هم د طالبانو حکومت دا نه مني چې د افغان ښځو حقونه دې یې تر پښو لاندې کړي وي بلکې وايي، د دوی "ټول شرعي حقونه خوندي دي".
اروپايي شورا د دغو درېیو طالب مشرانو سره سره د سویلي سوډان، مرکزي افریقا جمهوریت، روسیه او د اوکرایین په جګړه کې له شویو بشري سرغړونو سره په تړاو پر ۱۶ کسانو او پنځو بنسټونو هم بندیزونه لګولي دي.
په دې کې د سویلي سوډان د پوځ یو لوړپوړی چارواکی، د مرکزي افریقا د ولسي جبهې یو مخکښ غړی او د روسیې پوځ د دېرشمې زغروالې لوا قومندان شامل دي.
واک ته بیا ځلې د طالبانو له رسېدو سره په بېلابېلو پړاونو کې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدکړو بندیزونه لګېدلي، د ښځو پر کار محدودیتونه پلي شوي او په بهرنیو بنسټونو کې له دندې منع شوې دي.
له دې محدودیتونو سره په تړاو تر ټولو تازه اقدام د ښځو د سینګارتونونو بندول وو.
پر دې سربېره د ځینو نورو طالب مشرانو نومونه د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې له پخوا شامل دي، چې د سولې خبرو په ترڅ کې د مرکچي پلاوي سفري بندیزونه د یو څه وخت لپاره لېرې کړل شوي وو او وروسته یې د مودې پر غځولو د ملګرو ملتونو امنیت شورا سلا نه شوه.