د ترکیې زلزله؛ په ''کوچني افغانستان'' کې د ژوند چارو له سره پیلول

Nehal Toqat sits in a graveyard
د عکس تشریح، نهال طاقت د خپل کلي په هدیره کې.
    • Author, فیروز رحیمي
    • دنده, بي بي سي نړیوال سرویس

''دا غم به تر مرګه راسره وي. د لور مرګ به هېڅکله رانه هېر نه شي. کله، کله خو مې زړه غواړي هر څه همداسې پرېږدم او یوې خوا ته منډه کړم، خو نه کېږي. '' دا د نهال طاقت خبرې دي، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ترکیې په سویل کې له نورو لېرې هدیرې ته هره ورځ ورځي.

د دې لور او دوه لمسي چې پنځه کلن او ۱۱ کلن وو، همدلته په تازه قبرونو کې څنګ پر څنګ خښ شوي دي. نهال په داسې حال کې چې اوښکې یې وچولې، بي بي سي ته وویل: ''ډېره راته نژدې وه. ''

دا درې کسان د ترکیې په اووه اعشاریه شپږ درجې زلزله کې مړه شوي دي. دوی د ترکیې حتای سیمئ په اواکینت کلي کې ژوند کاوه، چې زلزلې سخته وځپله او نهال چې له افغانستانه دلته راغلې له همدې غمه ځورېږي.

دا وايي، ''د زلزلې په شپه دلته باران اورېده، هر څه مو برباد شول، کشره لورکۍ مې له خپلو دوو ماشومانو سره مړه شوه او (په هماغه شپه یې) د دوی مړي راویستل. ''

نهال وايي، په ژوند کې له یوې داسې تشې سره مخامخ ده، چې تر عمره به یې غم ګالي. دا وايي، له لسیزو منډو، ترړو وروسته یې د ژوند لپاره یو چاره موندلې وه، خو هر څه په یوه دقیقه کې له خاورو سره خاورې شول.

کور د کور لپاره

Two Ovakent residents having a conversation
د عکس تشریح، پر افغانستان د شوري له یرغل سره دلته لومړی ځل د افغانانو کورنۍ راغلې.

اواکینت نومې دا سیمه چې نهال پکې مېشت ده، له څو لسیزو راهیسې د دې غوندې زرګونو کورنیو لپاره امن سیمه ده، چې د ''کوچني افغانستان '' په نامه هم یادېږي. د دې کلي په بازار کې چې ګرځېدم، د افغانستان په شمال کې مې د ازبکانو هغه کلي تر سترګو کېدل، چې سپین ږیرو به یې دودیز کالي اغوستي وو، په هوا کې به د تازه پخې شوې غنمینې ډوډۍ خوشبويي خپره وه او په تصور کې خپل ټاټوبي ته ورسولم.

ترکیې حکومت لومړی ځل ۱۹۸۲ کال کې دلته د افغان ترکمنو او ازبکانو ۱۸۲ کورنۍ مېشت کړې، چې د جګړې له ډاره لومړی پاکستان او ایران ته کډوال شوي وو، وروسته بیا دې افغانانو ته په تدریجي ډول د ترکیې تابعیت ورکړل شو. کله چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، نهال هم له مور، پلار سره دې سیمې ته راغلې وه. کلونه تېر شول، نهال واده شوه، اووه ماشومان یې وزېږېدل، د ترکیې تابعیت یې تر لاسه کړ او بیا یې د هغوی ودونه هم ولیدل.

دا وايي: ''دا ځای د افغانستان غوندې راته ښکاري، هماغسې خواړه پخوو، چې افغانستان کې مو پخول، ان نغري مو هم هماغسې چمتو کړي دي. دلته اکثریت خلک افغانان دي. ''

په اوکینت سیمه کې د کډوالو افغانانو دودیز ژوند د نورو لپاره هم جالب و او د وخت په تېرېدو دلته نور کډوال هم راغلل، چې له خپل هېواده لېرې یې سوله ییز ژوند درلود. هغه افغانان چې ۴۰ کاله مخې دې سیمې ته راغلي اوس د ترکیې تابعیت لري او د ځايي ټولنې غړي دي. یو شمېر نور چې په دا وروستیو کې راغلي د کډوالو په توګه ژوند کوي او ځینې بیا داسې شته چې اسناد نه لري او د هغوی لپاره بیا د ژوند چارې اسانه هم نه دي.

هغه چې د ترکیې تابعیت لري، په موقت ډول د کورونو بیا رغاونې او ژوند تېرولو لپاره به له ترکیې حکومته مالي مرسته ترلاسه کړي، خو د هغو لپاره به د ژوند چارو بیا له سره پیل اسان نه وي، چې نوي راغلي یا د کډوالو په توګه ژوند کوي.

''زموږ د زوی ژوند یې وژغوره، خو خپل یې بایلود''

Zahra Charizada sits near to a damaged building
د عکس تشریح، زهره چاري زاده په زلزله کې مېړه له لاسه ورکړی.

زهره چاريزاده له همدې ډلې کسانو ده، چې له مېړه، اووه ماشومانو سره له یوه سخت مزله وروسته اواکینت ته درې کاله مخکې ورسېده. دا وايي: ''موږ ځکه افغانستان پرېښود، غوښتل مو ماشومان مو ښه راتلونکی ولري. ''

د زلزلې په شپه د دې مېړه د ورانو خونو خاورو، خځلو ته د دې لپاره بېرته ننوتی و، چې خپل معلول زوی وژغوري، دی زوی وژغوره، خو خپل ژوند یې بایلود. ۴۱ کلنه زهره وايي: ''مېړه مې همدلته خاورو ته سپارل شوی، قبر ته یې راځم، اوښکې پرې تویوم او یو څه مې زړه سپک شي. ''

د زهره مېړه یې چې خاورو ته سپاره، دا په روغتون کې وه، وروستی دیدن یې نه دی کړی او نامعلوم راتلونکي ته اندېښمنه ده: ''راتلونکي ته اندېښمنه یم، اولادونه مې کوچني دي، یو هم لوی نه دی، مشر زوی مې معلول دی، پر خپلو پښو نه شي تلای، یو بل څوک باید تل ورسره مرسته وکړي. ''

یو ځای کېدل

A digger clearing rubble in Ovakent
د عکس تشریح، په اواکینت کې د بیارغاونې چارې دوام لري.

هلته په کلي کې چې د ''کوچني افغانستان '' په نامه یادېږي، د زلزلې له کبله د وران شویو کورونو خاورې، خځلې په درنو ماشینونو پاکېږي، شور او زوږ یې راځي. دا د دې کلي اوسېدونکو لخوا د ژوند چارو بیا پیل یوه نښه هم بلل کېدای شي.

اسلام قراچه هم د دې کلي یو اوسېدونکی دی، چې ۱۹۸۲ کال کې دلته راغلی او د کلونو په تېرېدو یې په کلي کې د ټوکرانو یو کارځای چمتو کړی، چې تر ۶۰ پورې کسان پکې مزدوري کوي. دوی کوټونه او واسکټونه چمتو کوي، چې نه یوازې ترکیې کې پلورل کېږي، بلکې ان تر سوریې او سعودي عرب پورې رسېږي.

د ده درې پوړیزه کارخانه په بشپړه توګه له خاورو سره خاورې شوې ده او د کنډوالې له نړېدو وروسته اوس د ځمکې یوه تشه ټوټه پاتې ده. اسلام له خپلو کلیوالو سره د مرستې لپاره خپل ټول وس کړی او اوس یې د خپل کاروبار بېرته پیلولو ته پام اړولی.

Islam Qaracha sits in a room surrounded by textiles
د عکس تشریح، اسلام وايي: چې ګورې خلک کار کوي او تولیدات راوځي، داسې ښکاري چې ژ،ند عادي حالت ته ګرځي.

دی وايي: ''زما د کارخانې پاتې شوني یې چې ټولول، ما ورته کتل. دا اسانه نه ده، چې د کلونو خواري او زحمت دې په څو ساعتونو کې له سترګو پناه شي. خو لاس تر زنې کېناستل هم ګټه نه کوي، پرېکړه مو وکړه، چې فعال پاتې شو. ''

ده چې موسکی و، راته وویل، کار یې بازار لري او له همدې کبله یې له دوو نورو کسانو سره له سره پیل کړ. ده زیاته کړه: ''سړی خوښ شي، چې وګورې خلک کار کوي او د کار پایله ګورې، نو دا د عادي حالت راتلو نښه ده. ''

د اسلام په څېر نور کسان هم سره یو ځای کېږي، چې خپل کور، کلی له سره ورغوي.

نهال طاقت د خپل وران شوي کور کنډوالې ته په غور ګوري او راتلونکي ته فکر وړې ده. دې ګومان هم نه و کړی، چې د سترګو په رپ کې به هر څه له لاسه ورکوي، خو وايي، ژمنه ده، چې په اواکینت کې به پاتې کېږي او په خپلو سترګو به ویني چې ''کوچنی افغانستان '' یو ځل بیا ودان شي.