د ترکیې -سوریې زلزله؛ تر ورانې ودانۍ لاندې زېږېدلې ماشومه د پالنې لپاره ترور ته وسپارل شوه

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ماتیا بوبالو
- دنده, بي بي سي
هغه ماشومه چې د سوریې - ترکیې زلزلې له کبله د یوې ورانې شوې ودانۍ تر خاورو، خځلو لاندې زېږېدلې وه، د پالنې لپاره خپلې ترور او د هغې مېړه ته وسپارل شوه.
دا ماشومه په داسې حال کې ژوندۍ ژغورل شوې وه، چې د نامه غوټه یې لا هم له مړې مور سره تړلې پاتې وه.
روغتون مسوولینو ماشومه له هغه وروسته خپلې ترور ته وسپارله چې ډي این اې معایناتو کې یې د وینې خپلوي ثابته شوه. ډاکتران وايي، د ماشومې روغتیا ښه ده.
د ترور مېړه یې خلیل السوادي ایسوشیټيډ خبري اژانس ته په دې هکله وویل: ''دا اوس زما د خپل اولاد غوندې ده، د دې او خپلو ماشومانو تر منځ به هېڅ تبعیض نه کوم. ''
کله چې مرستندویانو دا ماشومه له خاورو ژوندۍ وژغورله، د آیا نوم یې ورکړی و چې په عربي ژبه کې د معجزې لپاره هم کارول کېږي، خو اوس دې ماشومې ته د افره نوم ورکړل شوی چې د دې د مړې شوې مور نوم دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د ماشومې افره ژغورنې ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو خورا زیات لاس پر لاس شوی و. په هغه کلیپ کې لیدل کېږي چې یو سړی دا ماشومه له خاورو خځلو راباسي، په داسې حال کې منډه کوي چې په خاورو لړلې ماشومه یې په غېږ کې نیولې.
رپوټونو کې ویل شوي چې ماشومه له زلزلې وروسته تر لسو ساعتونو پورې په خاورو کې پاتې وه او ډاکترانو ویل، دوی ته په سخت روغتیايي وضعیت کې وروړل شوې وه. د ماشومې پر ټول بدن ټپونه له ورایه ښکارېدل.
د افرا یوه خپلوان په وینا د هغې مور له زلزلې سملاسي وروسته د اولاد زېږون درد ونیوه او له مړینې مخکې یې ماشومه وزېږېده.
د نوموړې پلار، څلور خویندې، وروڼه او یوه ترور هم په زلزله کې مړه شوي دي.
د رپوټونو له مخې هغه ودانۍ چې د افرا کورنۍ پکې ژوند کاوه د ترکیې پولې ته نژدې د ادلیب ولایت جیندایرس ښارګوټي له پنځوسو هغه ودانیو یوه وه، چې په زلزله کې ونړېدې.










