د اروپا د امنيت او همکارۍ شورا کې د بريتانیا استازې: "طالبانو پر ښځو او نجونو محوه کوونکي بنديزونه لګولي"

د اروپا د امنیت او همکارۍ شورا کې د بریتانیا استازې ايما لوګن پر طالبانو غږ کړی چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو مراعات کړي.

نوموړې خپله وینا کې ویلي طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پر افغان مېرمنو داسې بندیزونه لګولي چې نجونې او ښځې د دې په وینا له ټولنې محوه کوي.

مېرمن لوګن ویلي د نړۍ بل هېڅ هېواد له نجونو او ښځو سره داسې چلن نه کوي لکه طالبان یې چې کوي. هغې ویلي د طالبانو دا پرېکړې مذهبي بنسټ هم نه لري، افغانانو او افغانستان ته به ډېر لوی زیانونه ورسوي.

د دې ترڅنګ نوموړې پر ښځو او نجونو د طالبانو د دې کړنلارو روانې اغېز هم خطرناک بللی، مېرمن لوګن زیاته کړې ښځې د طالبانو د غچ له ویرې له فعالیته لاس اخلي او له کوره دباندې ټولنه کې د دوی رول را کموي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ شورا کې د بریتانیا استازې د طالبانو د حکومت جوړښت "انحصاري" بللی او ویلي یې دي په دې جوړښت کې له طالبانو پرته بل هېڅوک د افغانستان د راتلونکي په اړه د څه ویلو حق نه لري.

هغې لوستې افغان مېرمنې داسې څوک بللي چې د ټولنې وده او اقتصادي غوړېدا کې مرسته کولی شي او د دوی له رول پرته د مېرمن لوګن په وینا افغانستان کې ثبات او هوساینه نه شي راتلی.

ایما لوګن پر طالبانو غږ کړی چې د نړیوالو قوانينو درناوی وکړي او د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه مراعات کړي.

دې زیاته کړې چې هېواد یې د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانان یې د یوه پراخ بنسټه حکومت رامنځته کولو لپاره کوي.

نژدې دوه کاله وړاندې طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په تدریج په نجونو او ښځو د کار او زدکړې برخه کې د فعالانو په وینا ملا ماتوونکي بندیزونه لګولي دي. له شپږم ټولګې پورته او په پوهنتون کې ترې د زدکړې حق اخیستل شوی او دولتي او نادولتي ادارو آن د ملګرو ملتونو اړونده څانګو کې د کار اجازه نه لري.

خو طالبان وايي د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او دا یوه کورنۍ مسله بولي او وايي د دې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې کوي، خو لا د دې هلو ځلو د پایلو څرک نه لګېږي.

له بلې خوا د ناروې د کډوالو ادارې مشر یان ایګلنډ پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د طالبانو حکومت د اقتصاد له وزیر سره یې کتلي، هغه یې هڅولی چې له ځنډ پرته د مېرمنو د کار او نجونو د تعلیم په اړه لارښود چمتو کړي.

نوموړي ویلي یاد وزارت په کندهار کې د ناروې د کډوالو ادارې د ښځینه کارکوونکو لپاره د یوې لنډمهالې هوکړې یادونه کړې او ویل شوي چې په دې به هم فکر وشي چې دا لارښود نورو سیمو کې څنګه عملي کېدای شي. د ناروې د کډوالو ادارې مشر له دې ټویټ وړاندې یوه غږیز پيغام کې ویلي وو چې د مېرمنو له ګډون پرته د دوی اداره نه شي کولی اړمنو ته مرستې ته ورسوي.