تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته د ملګرو ملتونو ورغلي پلاوي د بشري حقونو وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو یوه پلاوي افغانستان ته د خپل وروستي سفر د موندنو پایلې په جېنېوا کې د دې ټولنې دفتر ته وړاندې کړې دي.
په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر ضد پرلپسې تګلارې پلې کړې دي.
د ملګرو ملتو دغه پلاوي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتابه ته لومړیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتونو دا پلاوي د اپریل ۲۷مې د مۍ تر څلورمې افغانستان ته تللی وو.
د دې پلاوي په رپوټ کې د مېرمنو او نجونو په اړه د طالبانو کړنلارې او چلن د ښځو ضد کړنلارو تر ټولو افراطي هغه بلل شوي.
په رپوټ کې ویل شوي طالبان له اسلامي شریعته خپل تفسیر چې ظاهرا اکثره افغانان ورسره هم نظره نه دي، پر نورو افغانانو تحمیلوي.
په رپوټ کې د هغو فعالو مېرمنو ستاینه شوې چې د خپلو او نورو ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې د ځینو افغان ښځو له قوله ویل شوي چې دوی ایله ژوندۍ دي، خو ژوند نه کوي.
افغانستان ته د تللي پلاوي غړو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دوی نه شي کولی د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت سترګې پټې کړي، د دوی حقونه او ټولنه کې د دوی پام وړ ګډون باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سرکې ځای ولري.
افغانستان ته تللي پلاوي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان مسله کې ښکیل پاتې شي او پر بشري حقونو له تېري کوونکو د پوښتنې لپاره عملي ګامونه واخلي.
پلاوي د طالبانو له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو نړیوالو مقرراتو له مخې چې افغانستان یې هم غړی دی، خپلې ژمنې عملي کړي.
ځینو افغان ښځو دې پلاوي ته ویلي چې دوی باید د سیاسي موخو او جوړ جاړي ښکار نه شي.
ټاکل شوې د دې پلاوي بشپړ رپوټ راتلونکې جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وړاندې شي.
پلاوي په خپلو رپوټ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ناوړه کېدو په اړه خواشیني ښودلې.
پلاوي له طالب چارواکو سره خپلو کتنو ته هم اشاره کړې ده. طالبانو دوی ته ویلي، ښځې د روغتیا، زدکړې او سوداګرۍ برخه کې کار کوي.
دوی وایي طالبانو ډاډ ورکړی چې ښځې کولی شي د اسلامي شریعت په رڼا کې له نارینه وو جلا کار وکړي.
د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانيستل کېدو په اړه د ټاکلې وخت له ښودلو پرته ورته ویل شوي چې دې برخه کې هڅې روانې دي. طالب چارواکو د ملګرو ملتونو دې پلاوي ته ویلي نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه و نه کړي.
له کله چې طالبان واک ته رسېدلي د نجونو پر زدکړه او د ښځو پر کار یې یو لړ بندیزونه لګولي. طالبان دا مسله له اسلامي شریعت سره سمه او یوه کورنۍ مسله بولي، خو نړیواله ټولنه دا محدودیتونه د بشري حقونو اړوند یوه مسله بولي.
اسلامي نړۍ هم دې برخه کې د طالبانو کړنې او کړنلارې ننګولي او هغه یې اسلامي شریعت سره په ټکر کې ګڼلې دي.