افغانستان کې د ټکسي موټرو لپاره ځانګړی رنګ مشخص شو

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د ترافیکو لوی ریاست په هېواد کې د ټکسي موټرو لپاره نوی ځانګړی رنګ مشخص کړ.

چارواکي وايي دا ګام د امنیت د لا ټینګښت، جنايي پېښو د کمولو او ښار د ښکلا په موخه اخیستل شوی دی.

د ټکسي موټرو د رنګ په اړه د شوې پرېکړې له مخې د ټکسي موټرو اوسنی ژیړ او سپین رنګ په ښارونو کې فیروزي او سپین ته او په اطرافي سیمو کې یوازې پیروزي ته اړولی شوی دی.

د چارواکو په وینا تر دې وړاندې په ښارونو کې د خلکو د لېږدولو چاره تر ۳۰ سلنې پورې قانونې او نور یې په ناقانونه توګه د شخصي موټرو لرونکو لخوا ترسره کېده چې ورسره له خلکو نه د کار کولو فرصت اخیستل شوی و.

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د ترافیک پولیسو لوی رییس ډاکټر حسیب الله مختار چې په دې اړه یوې خبرې غونډې ته څرګندونې کولې وویل، هره ورځ د سلګونو زرو کسانو د انتقالاتو په برخه کې نظم، قانون او معیار موجود نه و ، ځکه نو دوی د ټکسي موترو د رنګ بدلولو په اړه دا ګام د ترافیکو د نړیوال کنوانسیون سره سم پورته کړ.

د ترافیکو د لوی ریاست د شمېرو له مخې اوس مهال په هرو لسو ټکسي موټرو کې ۳ یې د ټکسي جواز او مشخص رنګ نه لري. چارواکي وايي له دې وروسته به په لویو ښارونو او کلیوالو سیمو کې یوازې د نوي رنګ ټکسي موټرو ته د سپرلیو د لېږدولو اجازه وي او په چارو کې د روڼتیا او سپرلیو د خوندیتوب په خاطر به د ټکسي موټرو ټول چلوونکي د یوه مشخص میکانیزم له مخې بایومټریک کېږي او قوي ضمانت به ترې اخیستل کېږي.

د چارواکو وینا ده چې د ټکسي موټر ځانګړی رنګ په هېواد کې د امنیت د لا ټینګښت، جنايي پېښو د کمولو او ښاري ښکلا په موخه مشخص شوی دی. افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی محمد نبي عمري د ټکسي موټرو مشخص رنګ مهم وباله او په وینا یې جنايي پېښې به ورسره پام وړ کمې شي.

که څه هم په افغانستان کې اوږده او د لېرې واټن سفرونه د ترانسپورتي شرکتونو په بس موټرو کې ترسره کېږي خو په ښارونو کې د لنډو سفرونو یا له یو ځای نه بل ته تګ لپاره یو شمېر خلک ټکسي موټر کاروي. په ښارونو کې د ټکسي موترو ترڅنګ رکشاوې هم شته چې د ځینو په وینا ګڼه ګوڼه ورسره ډېره شوې او هوا ککړه شوې ده.

د چارواکو وینا ده چې د ريکشاوو د مخنيوي او ناحيو او ولسواليو ته يې د انتقال په موخه پر يو طرزالعمل کار پیل کړی او په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې به دغه ستونزه په نږدې راتلونکي کې هواره شي.

د ترافیک پولیسو د لوی ریاست چارواکي وايي له دې وروسته به د هېواد لویو ښارونو او اطرفي سيمو ته ټول انتقالات د ټکسي موټرو په واسطه ترسره کېږي. په افغانستان کې د ټکسي موټرو دقیق شمېر نه دی معلوم خو په وروستیو کلونو کې ځینو شخصي شرکتونو په ښارونو کې د ټکسي موټرو په وسیله د سپرلیو د لېږدولو چارې پیل کړي چې هر څوک یې د کرایې د پرې کولو وس نه لري، ځکه نو ډېري خلک په ښاري بسونو، ریکشاوو نورو هغو موټرو کې سفر کوي چې کرایه یې کمه وي.