تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر بایسکل تګ، بدني پیاوړتیا که مجبوریت
په ډېری هېوادونو کې خلک د ککړې هوا د کچې کمولو او د بدني پیاوړتیا لپاره پر سیکل تګ راتګ کوي، خو افغانستان کې بیا د بایسکل کارولو عمده لامل مجبوریت او کمزوری اقتصاد یادیږي.
د افغان دولت د ادارو ډېری ټیټ پوړي کارکونکي دفترونو ته د تګ لپاره له بایسکلونو کار اخلي. دوی وايي، دا کار وروسته له هغې پیل شوی چې افغان حکومت د امنیتي اندېښنو له امله د دوی ټرانسپورټ وځنډاوه.
کابل کې زموږ همکار عبیدالله حسام د افغانستان د کرنې وزارت له یوه مامور سره خبرې کړې چې خپل دفتر ته د تلو راتلو لپاره پر سیکل شاوخوا ۲۰ کیلومټره واټن وهي.