د تصویرونو البوم؛ په کندهار کې د شالمار دودیزه مېله

    • Author, خالد لطیفي
    • دنده, ازاد خبریال

شالمار په کندهار کې هغه لويه دودېزه مېله ده، چې هر کال معمولاً د توتانو له پخېدو سره سم پيلېږي.

د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو په زرګونه ځوانان په دغه مېله کې د ګډون لپاره ارغنداب ولسوالۍ ته ځي او هلته شپې تېروي.

تاريخي روايتونه ښيي کله چې احمدشاه بابا د خپل سلطنت پرمهال لاهور فتح كړ، نو د يو څو ورځو لپاره د لاهور په شالمار باغ كې له خپلو پوځيانو سره پاتې شو.

له احمدشاه بابا سره په پوځ کې د کندهار ښار شاوخوا سیمو اوسېدونکي پوځیان هم وو، دوى احمدشاه بابا ته وويل، په كندهار كې زموږ سيمې دښتې او شاړې ځمكې دي چي د مېلې او تفرېح ځاى نه لري، موږ هيله کوو چې موږ ته يو مېله ځاى راجوړ كړې.

نو احمدشاه بابا د يوه فرمان له مخې بیا د دوى او د سیمې اوسېدونکو لپاره د کندهار په ارغنداو ولسوالۍ كې د بابا صاحب له زيارت څخه نيولې، بيا تر مرنجان كلي پورې د شالمار په نوم يو مېله ځاى وټاکل شو.

اوس هم تر ډېره د دې څلوېښت ورځنۍ مېلې ګډونوال د کندهار له ختيځو ولسواليو دامان، سپين بولدک، رېګستان، ښوراوک، تخته، ارغستان، معروف او نورو سيمو څخه وي.

په دې مېله کي ډېر خلک په غېږ نيونو، اتڼونو، يو بل ته نارې کوي او هم په سيمه ييزو لوبو بوخت وي.

شالمار چې د لوى هند په ادبياتو كي 'شاليمار ' بلل كېږي، ویل کېږي، چې اصلاً د كشميرۍ ژبي كلمه ده چې لومړى اردو ژبې ته ننوتلې او بيا افغانستان ته راغلې ده.

كه څه هم د شالمار په نوم اوس ډېر ځايونه شته، خو له دې كليمې سره د لومړي ځل لپاره په كشمير كې مخامخېږو.

شالمار په كشمير كې د يوې ډبرې، يوه جهیل او سرینګر ته نژدې د يوه باغ نوم دى.

د دې تر څنګ د پاكستان د لاهور ښار په شمالي برخه كې هم د شالمار په نوم يو ښايسته باغ شته چې ډېر شهرت لري.