د روسیې د دفاع وزیر: په افغانستان کې دېره وسلوالو ډلو د منځنۍ اسیا هېوادو کې فعالیتونه پراخ کړي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي
د روسیې د دفاع وزیر، سېرګيي شویګو، ادعا کړې، چې په افغانستان کې دېره وسلوالو ډلو د منځنۍ اسیا هېوادو کې فعالیتونه پراخ کړي دي.
هغه په هندۍ پلازمېنه، ډیلي، کې د شانګهای ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وینا کې اندېښنه ښودلې، چې د القاعدې غوندې وسلوالې ډلې په منځنۍ اسیا کې د خپل اغېز د ډېرولو په لټه دي.
د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی چې د منځنۍ آسیا هېوادونو کې د وضعیت خرابیدو لاملونه رامنځته شوي دي.
روسي رسنیو د هغه له قوله ویلي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ هغه سخت دریځې ډلې دي چې د ده په وینا افغانستان کې مېشتې دي او له هماغه ځایه یې منځنۍ آسیا هېوادونو کې د خپل فکر خورولو لپاره فعالیت پراخ کړی دی.
نوموړي اندېښنه ښودلې چې د داعش القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې ښايي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.
هغه د شانګهای سازمان دفاع وزیرانو ته ویلي اړتیا ده چې دې برخې ته جدي پام وشي.
دا لومړی ځل نه دی چې روسیه افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت او منځنۍ آسیا هېوادونو ته یې د نفوذ غځېدو په اړه اندېښنې ښيي.
خو د طالبانو حکومت تل په ټينګار ویلي، د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان بیا، داعش ډله چې افغانستان کې په تېرو شلو میاشتو کې د څو لویو بریدونو او چاودونو مسؤولیت منلی، لوی امنیتي ګواښ نه بولي. له بلې خوا تېر کال امریکا وویل چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري یې کابل کې وژلی.
طالبانو دا نه ده تایید کړې، خو نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه وايي د داعش او القاعده په ګډون څو ترهګرۍ ډلې افغانستان کې فعالې دي.
د روسیې دفاع وزیر د منځنۍ آسیا هېوادونو کې د امریکا د پوځي حضور هم اندېښمنوونکی بللی. د شانګهای دفاع وزیرانو غونډې ته نوموړي ویلي روسیه سیمه کې د امریکا له خوا د خپل حضور پراخولو په ځواب کې په سیمه کې د خپلو مېشتو ځواکونو جګړه ییزې وړتیا زیاتوي.
روسیه په قرغزستان او تاجکستان کې پوځي اډې لري. امریکا بیا ازبکستان کې یوه پوځي اډه لري. د روسیې دفاع وزیر ویلي امریکا او ملګري هېوادونه یې هڅه کوي د سیمې ټولو هېوادونو کې پوځي زیربناوې رامنځته کړي.









