اشرف غني: طالبانو افغانستان له نړيوالې انزوا سره مخامخ کړی

اشرف غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو حکومت افغانستان له نړيوالې انزوا سره مخ کړی دی.

نوموړي د کمکي اختر په مناسبت په يوه غږيز پيغام کې چې د ده پر فېسبوک پاڼه خپور شوی ویلي، په هېواد کې بشري وضعيت په جدي توګه د خرابېدو په حال کې دی او تر دې دمه يوازې بشري مرستو د بشپړ بحران مخه نيولې ده.

ښاغلي‌ غني د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار پر بنديز هم نيوکه کړې او دا يې په عملي توګه له ټولنيز او اقتصادي ژوند څخه د مېرمنو د ايستلو بهير ياد کړی دی.

ښاغلي غني ويلي، "دا کړنې د ځانګړو محاسبو له مخې کېږي" چې د نوموړي په وينا هېواد مطلق انزاو ته ولاړ شي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر دې مهاله هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ګڼو نړیوال ناستو کې د افغانستان په استازولۍ څوک نه وربلل کېږي.‌

دا وروستیو کې د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ويلي، په راتلونکو دوو اونيو کې د افغانستان د وضعيت په اړه د يوې نړيوالې غونډې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم په کې خبرې وشي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې د سولې خبرو يادونه هم کړې ده او ويلې يې دي، "موږ څلور کاله مخکې د باعزته سولې چوکاټ وړاندې کړ، که په هغه اساس له شرطونو پرته ملې خبرې شوې وای او په ګډه د حکومت بڼه ټاکل شوې وای، نن د به دا مشکلات نه وو."

نوموړي زياته کړې، "فرصت کاملا له لاسه نه دی وتلی، بايد بېرته هماغه چوکاټ ته ستانه شو او د ملت د ګټو له مخې حقيقي ملي سوله راولو چې پر عدالت او مساوات ولاړه وي."

"د واک انحصار"

مخکينی ولسمشر چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، په خپل پيغام دا هم ویلي چې "طالبان د پښتنو استازیتوب نه شي کولای."

نوموړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په پيغام کې ویلي چې د واګو "انحصار" دې نه کوي، چې د هغه په ټکو د "تباهۍ لار ده."

پر طالبانو یوه نېوکه دا کېږي چې په حکومت کې یې له یوې مخې د خپل فکر خلک ګومارلي‌ او هېڅ ښځې ته یې په کابینه او یا هم مهمو څوکیو کې ځای نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومتي چارواکي بیا ټینګار کوي چې حکومت کې یې "د هر قوم خلک شته."

ښاغلي غني په تېرو پيغامونو کې ملي اجماع او د يو بل پر منلو ټيګار کړی او په وينا يې له ملي اجماع پرته له اوسني وضعيته د وتلو بله لار نشته.‌