محب: کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي

حمدالله محب

د عکس سرچینه، @hmohib

د افغانستان د مخکني پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي.

هغه نن یکشنبه پر خپل ټویټر لیکلي: "ولسمشر غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې تل پاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي."

ښاغلي محب زیاته کړې "ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي."

حمدالله محب داسې مهال کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو اوازې رد کړې چې وړاندې د پخواني ولسمشر ورور حشمت غني احمدزي په یوه مرکه کې ویلي وو، افغانستان ته د ښاغلي غني د ستنېدو په اړه خبرې روانې دي.

حشمت غني او اشرف غني

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، څه موده وړاندې د ولسمشر غني د ناروغۍ اوازې هم خپرې شوې وې

حشمت غني په دې وروستیو کې په متحدو عرب امارتو کې له ښاغلي غني سره کتلي او دا څرګندونې یې تر هغې وروسته له "دویچې ولې" سره مرکه کې کړې وې.

نوموړي ویلي وو، که افغانستان ته د اشرف غني ستنېدل "ګټور تمامېږي، نو نوموړی ستنېدو ته چمتو دی."

خو هغه په ورته وخت کې دا هم یاده کړې وه چې ښاغلی غني سیاسي ډګر ته د ستنېدو لیوال نه دی، بلکې غواړي "ټولنیز فعالیت" ولري.

ښاغلي احمدزي ویلي "له ځینو کړیو سره د اشرف غني په ستنېدو خبرې روانې دي. (زه) پخپله دا موضوع پر مخ وړم."

د یادونې ده چې بي ‌بي سي په دې اړه د طالبانو له ویاند نظر وغوښت، خو هغوی وویل چې 'په دې اړه مالومات کوي'.

افغانستان ته د مخکني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو د احتمال په اړه اوازو تر هغې وروسته زور واخیست، چې د دفتر پخوانی مشر او د سولې په چارو کې یې د حکومت وزیر "عبدالسلام رحیمي" کابل ته ستون شو.

رحیمي او حقاني

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، عبدالسلام رحیمي کابل کې له بېلابېلو جګپوړو طالب چارواکو سره لیدلي

خو وروسته حشمت غني احمدزي وویل چې ښاغلی غني له ښاغلي رحیمي سره "هېڅ اړیکه" نه لري.

پخپله پخواني ولسمشر لا تر اوسه افغانستان ته د ستنېدو د احتمال په اړه څه نه دي ویلي.

محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په داسې حال کې له کابل ووت چې طالبان د پلازمینې تر دروازو ورسېدل.

نوموړی له افغانستانه له وتلو راهیسې د متحدو عرب اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ کې اوسي.

هغه تر وتلو وروسته وویل چې طالبانو یې د وژلو پلان درلود، خو طالبان وايي کابل ته یې په زور د ننوتلو هوډ نه درلود او له دې کبله دغه ښار ته ننوتل چې د مخکني حکومت د مشرانو تر وتلو وروسته ګډوډي رامنځته شوې وه.