د محمد اشرف غني نوم د ملګرو ملتونو د 'هېوادونو د مشرانو' له لېست ایستل شوی

د عکس سرچینه، Atmar Twitter
ملګرو ملتونو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نوم له هغه لېست ایستلی چې پکې د دې سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو نومونه ساتل کېږي.
یاد سازمان همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر نوم هم د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لېسته لېرې کړی.
د ملګرو ملتونو په تازه لیست کې چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۵ نېټه تجدید شوی، د افغانستان د پخواني ولسمشر او د بهرنیو چارو د پخواني وزیر د دندې پیلولو نېټه تر سترګو کېږي، خو د نومونو لپاره ځانګړې شوې برخه یې تشه ښکاري.
د ملګرو ملتونو پروټوکول او اړیکو څانګه د هر غړي هېواد له استازولۍ د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دغه لیست کې د هېوادونو او حکومتونو مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو نومونه او د دوی د دندې پیلولو نېټې لیکي.
ملګري ملتونه د غړو هېوادونو له استازولۍ د حکومت د مشرانو بدلېدو په صورت کې د نوي مشرتابه نوم او نور جزیات اخلي او په دې لیست کې یې شاملوي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال په اګست کې پر پلازمېنه کابل د طالبانو له ولکې وروسته له هېواده ووت او ورسره یې حکومت هم نسکور شو.
له هغه راهیسې طالبانو په افغانستان کې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت او کابینه هم اعلان کړي.
خو د نړۍ هېڅ کوم هېواد تر دې دمه په افغانستان کې دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
له دې سره هم مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ موضوع هم ناندریزه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې یاده څوکۍ دوی ته ورکړل شي، خو د ۲۰۲۱ کال دسمبر کې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې یې دا غوښتنه رد کړه.
له هغه وروسته د تېر کال دسمبر کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام اسحاقزي له خپلې دندې استعفا وکړه او پر ځای یې، نصیر احمد فایق ځایناستی ټاکل شوی و چې د روانې فبرورۍ تر لومړیو پورې یې دنده تر سره کوله.
د همدې فبرورۍ په لومړیو کې بیا ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په یوه رسمي اعلامیه کې وویل چې محمد ولي نعیمي په دې سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي او شارژدافیر په توګه دنده پیل کړې ده.
خو نصیر احمد فایق وایي چې پر ضد یې ادعا شوې ده او ځان لا هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی بولي.
یاده دې وي چې افغانستان له نن کابو ۷۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او په ګڼو مهمو پړاوونو کې د دې سازمان برخه پاتې شوی دی.
د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر ۱۹مه نېټه د افغانستان استازي حسین عزیزي د ملګرو ملتونو پر چارټر یا اساسنامه لاسلیک وکړ او د افغانستان بیرغ په ملګرو ملتونو کې پورته شو.





