ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ تازه ناندرۍ؛ محمد ولي نعیمي د نوي استازي په توګه دنده پیل کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې محمد ولي نعیمي دې سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي او شارژدافیر په توګه دنده پیل کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د روغتیایي ستونزو له کبله نه و توانېدلی چې خپله دنده پر وخت پیل کړي، خو اوس یې روغتیا ښه شوې او د افغانستان د دایمي استازولۍ د سرپرست په توګه یې خپل مسؤلیت پیل کړی.
یاده دې وي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام اسحاقزي د تېر کال دسمبر میاشت کې له خپلې دندې استعفا کړې وه.
هغه مهال ښاغلی نصیر احمد فایق د غلام اسحاقزي ځایناستی ټاکل شوی و او تر دې دمه یې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ مشري کوله.
خو اوس ښاغلي فایق تور پورې کړی دې چې د پخواني حکومت چارواکي یې پر ضد توطئې کوي.
نوموړي د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ادعا کړې چې د تېرې جنورۍ پر ۲۶ مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ده له وینا وروسته داسې هڅې کېږي چې د ده غږ وځپل شي.
نصر احمد فایق هغه وینا کې د پخوانیو افغان چارواکو د فساد او د هغو د حسابونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
ښاغلي فایق پر خپله ټویټر پاڼه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له ادرسه د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په لاسلیک یو خپور شوی لیک هم ټومبلی.
دې لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرش غوښتل شوي چې باید د ښاغلي فایق پر ځای محمد ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په توګه ومني.
خو ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سه شنبه ناوخته خپله اعلامیه کې د نصیر احمد فایق ادعاوې رد کړي او وایي، دا ډول څرګندونې یوازې 'د افغانستان او د جمهوریت دوښمنانو ته ګټه رسوي'.

د عکس سرچینه، Afghanistan Mission to UN
اعلامیه کې راغلي چې محمد ولي نعیمي د پخواني دایمي استازي معاون او د اصولو له مخې یې باید د غلام اسحاقزي له استعفا سملاسمي وروسته دنده پیل کړې وای، خو هغه مهال یې د روغتیایي ستونزو له کبله ونشو کړای چې دا مسؤلیت پر غاړه واخلي.
یاده دې وي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په تېرو څو میاشتو کې پر یوه حساسه او ناندریزه موضوع بدله شوې ده.
افغان طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې یاده څوکۍ دې دوی ته وسپارل شي.
طالبانو په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین دې څوکۍ د خپل استازي په توګه نومولی دی.
خو د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ګومېټې څو اونۍ مخکې د طالبانو دا غوښتنه رد کړه او د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی د دایمي استازي په توګه پر خپله څوکۍ پاتې شو.ه.










