حامد کرزي په لندن کې 'له یو شمېر سیاسي شخصیتونو سره لیدلي دي'

په خواله رسنیو کې په دې تړاو یو تصویر هم لاس پر لاس کېږي، چې پکې د ښاغلي کرزي تر څنګ د ده په حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار زلمی رسول هم تر سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، په خواله رسنیو کې په دې تړاو یو تصویر هم لاس پر لاس کېږي، چې پکې د ښاغلي کرزي تر څنګ د ده په حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار زلمی رسول هم تر سترګو کېږي.

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې ژوند کوي، دا وروستیو کې د بریتانیا پلازمېنې لندن ته تللی و.

د سرچینو په خبره ښاغلي کرزي د لندن مرکزي سیمې یوه هوټل کې له یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د مخکیني حکومت له ځینو مقاماتو سره هم لیدلي.

په لندن کې د افغانستان مخکیني سفیر طیب جواد بي بي سي ته وویل، لندن ته د ښاغلي کرزي پنځه ورځنی سفر ''ګټور و '' او نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د بریتانیا پاچا چارلز دریېم ''چې کرزی صاحب ورسره له ډېره وخته اړیکي او دوستي لري، د بهرنیو چارو لپاره د مملکت سکرتر، د لومړي وزیر له ځانګړي استازي او یو شمېر افغان هېوادوالو '' سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د ښاغلي جواد په خبره د مخکیني ولسمشر د خبرو محور ''د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول و '' او ښاغلی کرزی نن شپه له لندنه ووت.

ښاغلي کرزي په دې سفر کې له رسنیو سره خبرې نه دي کړې او معلومه نه ده، چې لندن ته سفر یې د بریتانیا حکومت په بلنه کړی او که نه.

خو په خواله رسنیو کې په دې تړاو یو تصویر هم لاس پر لاس کېږي، چې پکې د ښاغلي کرزي تر څنګ د ده په حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار زلمی رسول هم تر سترګو کېږي.

ښاغلی کرزی پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تېر کال په وروستیو کې لومړی ځل له هېواده بهر ته سفر وکړ او متحده عربي اماراتو ته لاړ.

د یادونې ده چې تېره اونۍ له هېواده په بهر کې د مخکیني افغان دولت او له جهادي مشرانو جوړې ''د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا '' په یوه انلاین غونډه کې یوه طرح وړاندې کړه، چې پکې پر طالبانو د خبرو لپاره د ''فشار زیاتولو '' او د ''دوو کلونو لپاره د انتقالي حکومت '' او دغه راز په بهر کې د سیاسي دفتر پرانیستلو خبره شوې ده.