مخکنی ولسمشر حامد کرزی له افغانستان بهر په سفر ولاړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر خپلو ټوټېر او فېسبوک پاڼو لیکلي چې له ښاغلي کرزي سره په یوه سفر بهر روان دی.
نوموړي لیکلي، ''وروسته له یوې مودې خوښ یم چې یو ځل بیا ویاړلي مشر او ګران دوست پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره هم سفری یم. هېواد ته بېرته راتګ بیا له دې لا ډېر خوندور وي. ډېر ژر د بېرته راتګ پر تکل او هیله''.
په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بيبيسي پښتو پاڼې ته وویل چې ښاغلی کرزی بهر په سفر ولاړ.
ویل شوي ښاغلی کرزی به لومړی متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه بل هېواد ته سفر ولري.
ښاغلي کرزي ته تېر څه باندې یوه کال کې څو ځله له افغانستانه بهر د سفر لپاره اجازه نه وه ورکړل شوې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
مخکې ویل شوي وو، ټاکل شوې حامد کرزی په یوه شخصي سفر جرمني ته ولاړ شي خو د سفر نېټه یې لا معلومه نه وه.
په ځينو رپوټونو کې دا هم ویل شوي وو چې ښاغلی کرزی د درملني لپاره جرمني ته ځي خو ځينې سرچینې وايي، جرمني ته د نوموړي سفر "شخصي دی."
د طالبانو حکومت په ښکاره پر حامد کرزي د سفر بندیز په اړه له څه نه ویل، خو نوموړی څو ځلې بهرنیو سفرونو ته نه وو پرېښودل شوی.
د روان کال اوکټوبر په وروستیو کې د طالبانو حکومت حامد کرزي ته اجازه نه وه ورکړې چې جرمني ته سفر وکړي. نوموړي ته د "کوربور" په نامه یوه بنسټ بلنه ورکړې وه چې یوه بحث کې یې ګډون وکړي.
د همدې کال په مې میاشت کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه وه ورکول شوې چې متحده عرب اماراتو ته ولاړ شي.
ښاغلي کرزي هغه مهال غوښتل چې د متحده عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره اماراتو ته ولاړ شي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي کله چې د افغانستان مهم سیاستوال بهر ځي، باید د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ځینې نورې امنیتي ادارې یې د سفر لپاره چمتووالی ونیسي.
حامد کرزی، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او ډاکټر عبدالله عبدالله له هغو سیاستوالو دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په کابل کې پاتې شول.
د طالبانو د دفاع چارسمبالی وزير محمد يعقوب مجاهد متحده عرب اماراتو ته تللی

د عکس سرچینه، MOD
د طالبانو حکومتي خبري آژانس باختر راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت چارسمبالی محمد يعقوب مجاهد متحده عرب اماراتو ته تللی دی. د دغه آژانس د راپور له مخې ښاغلی مجاهد به په دغه سفر کې د متحده عرب اماراتو له چارواکو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره ګوري.
رسنیو دوبۍ ته د یو شمېر نورو افغان سیاسي څېرو د ورتګ خبرونه هم خپاره کړي خو په دې اړه یادو اشخاصو یا هم رسمي او باوري سرچینو څه نه دي ویلي.
دوبۍ ته د بېلابېلو شخصیتونو د سفرونو تر منځ د تړاو په اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي او نه هم یادو کسانو او د دوی دفترونو د دغو سفرونو او اجنډاوو په اړه نور معلومات ورکړي.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ ټاکلې په خپل یوه پړاویز سفر کې دوبۍ ته لاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي وو چې ښاغلی وېسټ به د ډسمبر له لومړۍ تر اتمې جاپان، هند او متحده عرب اماراتو ته سفر وکړي.
ټام وېسټ جاپان ته له سفر وروسته ليکلي وو چې په جاپان کې یې د افغانستان د سیاسي خبرو اترو په ګډون د بشري مرستو او بشري حقونو په تړاو هم بحثونه او خبرې کړې.
نوموړي پر ټویټر ليکلي چې په اوس مهال کې د افغانستان په تړاو د جاپان فعالې ډيپلوماسۍ او خلاص لاسۍ ته د قدر په سترګه ګوري. ښاغلي وېسټ ليکلي چې د افغانستان لپاره يې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د پخواني استازي تاداميچي یاماموتو مشورې هم اخیستې او دا چې په افغانستان کې به د جاپان همکاریو ته اړتیا ولري.









