تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان؛ په یوه ورځ د یوې تولې سروزرو بیه کې نهه نیم زره روپۍ زیاتوالی راغلی
پاکستان کې د پنجشنبې پر ورځ د سروزرو بیې خورا لوړې شوې او د یوې تولې (څه باندې ۱۱ ګرامه) په بیه کې یې نهه زره روپۍ زیاتوالی راغلی.
له دې سره پاکستان کې د سروزرو یوې تولې بیه له ۲۰۰ زرو پورته شوه او د ورځې پای کې دوه سوه زره او ۶۵۰۰ روپیو ته ورسېده.
له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان بازارونو کې د سرو زرو بیو تر څه حده ثبات درلود، خو پر پنجشنبه دا بیه ډېره لوړه شوه.
د زرو پاکستاني سوداګر وايي، د بیو زیاتېدو لوی لامل د پاکستان بې ثباته اقتصادي وضعیت بولي. دوی وايي، خلک د ډالر په څېر په زرو کې هم پانګونه کوي، چې له کبله یې بیې ختلې.
د یادونې ده چې په تېره فبرورۍ میاشت کې پاکستانۍ روپۍ ۳۱ اعشاریه پنځه سلنه ارزښت بایللی چې دا له ۱۹۷۵ کال را وروسته تر ټولو لوړه کچه بلل شوې.
د مالومات پر بنسټ د ۱۹۷۵ کال په اپرېل میاشت کې پاکستانیو روپیو د انفلاسیون یا پړسوب کچه ۲۹ اعشاریه ۳ سلنې لوړه شوې وه.
د پاکستاني چارواکو په وینا په روان مالي کال کې د کلدارو د نرخ بایللو چټک بهیر په تېره جنورۍ کې پيل شو چې د انفلاسیون کچه یې ۲۷ اعشاریه ۶ سلنه پورته شوه.
تېر کال بیا په فېبرورۍ میاشت کې کلدارو د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ۱۲ اعشاریه دوه سلنه بایللی وو.
د پاکستانۍ روپۍ د پړسوب یا انفلاسیون له امله په پاکستان کې د توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوې دي.
د رپوټونو له مخې په تېره فبرورۍ میاشت کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې ۴۵ سلنه لوړې شوې دي.
په جنورۍ میاشت کې پاکستان کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې کمپنیو لخوا د ډالرو پر ارزښت د لګول شوي محدودیت له پورته کېدو وروسته کلدارو یوازې څو ساعتونو کې د یوه ډالر پر وړاندې نږدې ۲۵ روپۍ ارزښت بایلود.
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کلدارې ارزښت داسې وخت کې پرېوځي، چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.