تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سیاسي بحران؛ د ډالر مقابل کې پاکستانۍ روپۍ په ریکارډ کچه ټيټه شوې
د پاکستانۍ روپۍ مقابل کې د امریکايي ډالر بیه کې څرګند لوړوالی لیدل شوی او د پنجشنبې پر ورځ د یوه ډالر په مقابل کې ۱۸۷ روپۍ ورکول کېدې.
د یادونې ده، چې پر چهارشنبه د بازار تړل کېدو پر مهال د یوه ډالر بیه ۱۸۶.۱۳ وه، چې د پنجشنبې پر ورځ د بازار له پرانیستل کېدو سره سم یوه روپۍ نوره هم وغورځېده او ۱۸۷.۱۰ ته ورسېده.
خبریال تنویر ملک د اسعارو تبادلې ځايي کاروباریانو له قوله وايي، په هېواد کې روان سیاسي بحران د روپۍ پر ارزښت اغېز کړی، خو په وینا یې روپۍ تر کافي حده دا ګوزار زغملی دی.
د اسعارو تبادلې شرکتونو ټولنې عمومي منشي ظفر پراچه په دې هکله وايي:
''اوسمهال په هېواد کې عملاً حکومت نه شته او داسې وضعیت کې ښايي د روپۍ ارزښت ځکه کمېږي، چې د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) شرطونه پوره شي او کله چې د پروګرام په هکله بیا خبرې پیلېږي، نو پاکستان به (د ای ایم ایف) ډېری شرایط پوره کړي وي. ''
نوموړی وايي، په عرضه او تقاضا کې دومره زیات توپیر نه دی رامنځته شوی، چې ناڅاپه د ډالر ارزښت په دومره چټکۍ سره زیات شي.
د تېر کال نومبر کې د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ دې هېواد ته د پور ورکولو ایکسټنډډ فنډ فسیلیټي یا 'ای ایف ایف ' پروګرام له څو میاشتو خبرو وروسته بېرته فعال شو.
ای ایم ایف چارواکو هغه مهال ویلي و، د خپل اجرايي بورډ له لوري به د دې هوکړې له منظورۍ وروسته پاکستان ته د ۱.۰۵۹ میلیارده ډالرو لومړنی قسط ورکړي.
د پاکستان او ای ایم تر منځ د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د دې پروګرام په هکله هوکړه شوې وه، چې له مخې به یې نژدې درې کالو موده کې د قسطونو په بڼه پاکستان ته د نژدې شپږ میلیاردو ډالرو پور ورکول کېږي.