تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د نجونو زدکړو ملاتړی او د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل نیولی
اسماعیل مشعل روانه اونۍ له زدکړو د ملاتړ لپاره خپله لاسي ګاډۍ لارو کوڅو ته رایستلې او پر خلکو په ځانګړي ډول نجونو او مېرمنو یې وړیا کتابونه وېشل.
خو د زدکړو دغه ملاتړی کمپان کوونکی د خپل کمپاین په دویمه ورځ په کابل کې طالب سرتېرو " له وهلو ډبلو" وروسته له ځان سره بېولی دی.
د طالبانو حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت یو چارواکی عبدالحق حماد د نوموړي نیول کېدل تاییدوي او وایي" استاد مشعل چې له څه وخت راهيسې يې په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکي کړنې ترسره کولې، مازديګر يې ګڼ شمېر خبريالان پر ځان راټول کړي وو او پر عمومي سړک يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، امنيتي ادارو د تحقيقاتو لپاره بېولی."
ښاغلی حماد په دې اړه دا هم لیکلي چې نیول شوی استاد" ښه او تود" ساتل کیږي او دده په ټکو توصیه یې ورته کړې چې " کړنې چې خلک د نظام پر ضد را پاروي هيڅ د هېواد په خير نه دي، ويې منله، ويل ما چې څه کول يو اړخ مې سنجولی وو، اوس متوجه شوم"
خو د ښاغلي مشعل ملګري فرید احمد فضلي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نوموړی " په بې رحمۍ د طالب سرتېرو لخوا وهل ډبول شوی او په بې عزتۍ" یې له ځان سره بېولی.
اسماعیل مشعل له دې وړاندې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې خپل تحصیلي اسناد پر نجونو د زده کړو بندیز په غبرګون کې شکولي وو.
د نوموړي د دغه اعتراضي خوځښت ویډیو په نړیوالو رسنیو او خواله رسنیو کاروونکو ترمنځ ډېر غبرګونونه وپارول.
ښاغلي مشعل په کابل کې یوه شخصي پوهنتون مشري کوله چې د رپوټونو له مخې په هغې ۴۵۰ نجونو زده کوونکو د خبریالۍ، انجینرۍ او اقتصاد په برخه کې زده کړې کولې.
د اسماعیل مشعل مرستیال بیا وایي، نوموړی په تېره یوه لسیزه کې د کابل په دریو پوهنتونو کې تدریس کاوه او د پنجشنبه په ورځ پرته له" کوم جرمه " ونیول شو چې دوی یې د ځای ځایګي په اړه مالومات نه لري.
د طالبانو لخوا تر بل امره د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته د افغانستان دولتي پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو له خپلو دندو استعفا ورکړه.
د هغوی له ډلې یو هم د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ وو.
ښاغلی وردګ د اسماعیل مشعل د نیول کېدو په اړه لیکي" د استاد مشعل نیول کېدل، له پوهې او منطق سره ښکاره دښمني ده، هغه یوازې په خلکو کتابونه وېشل او له عامو خلکو سره د علم او پوهې په اړه خبرې کولې."