تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ډېورنډ کرښه نښتې؛ پاکستان په اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافئیر احضار کړی
په اسلام اباد کې د طالبانو لوړپوړی دیپلومات د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د پرلپسې تاوتریخوالي پېښو په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي: ''په اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافئیر د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوی او پاکستان د پولې له بلې غاړې بې دلیله ډزې چې پایله کې یې د سر او مال زیانونه اوښتي، سخت غندلي دي. ''
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغان سفارت شارژدافئیر نوم له یادولو پرته زیاته شوې: ''په تکرار سره ټینګار شوی چې دواړو غاړو ته د ملکي خلکو خوندیتوب د دواړو لوریو مسوولیت دی او باید د داسې پېښو تکرار مخنیوی وشي. ''
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېورنډ کرښې اوږدو کې څو ځله وسله والې نښتې رامنځته شوې دي.
وروستی ځل وړمه ورځ د سپین بولدک او چمن تر منځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د ډزو پېښې له کبله یو شمېر کسان ټپیان شول.
پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو پر یوه بل د ډزو پیلولو پړه واچوله.
څو ورځو وړاندې هم د دواړو غاړو تر منځ جګړه شوې چې مرګژوبله یې هم لرله. په هغه نښته کې د دواړو غاړو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان وو.
د هغې پېښې په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو له حکومته غوښتي و چې د سپین بولدک-چمن پر کرښه 'د بریدونو د تکرار مخنیوی دې وکړي.'
د دسمبر میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د پاکستان پر چارسمبالي سفیر عبیدالرحمان نظاماني د ډزو له پېښو وروسته هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړل شوی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل بیان کې هغه مهال ویلي و له دې برید وروسته د سفارت د تړولو لپاره کوم پلان نشته او نه هم غواړي خپل دپلوماتان بېرته وغواړي.
وړاندې هم څو ځله پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوې چې د مالي زيان تر څنګ يې مرګژوبله هم اړولې.