تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله محکمه دې د افغانستان شخړې د ټولو اړخونو په اړه څېړنې وکړي
د بښنې نړیوال سازمان دا خبرې له هغې وروسته کوي چې د جرمنو نړیوالې محکمې روانه اوونۍاعلان وکړ چې افغانستان کې د جګړې پرمهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسه بېرته پیلوي.
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مشره یمیني میشرا وايي، د روانې اونۍ لومړیو کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال ته افغانستان کې د ښکېلو وسله والو اړخونو جګړه کې د بشر ضد جنګي جرمونو او بشر ضد جنایتونو په اړه د بیا څېړنې اجازه ورکړې ده.
اغلې میشرا په یوه خبرپاڼه کې ویلي،"د هاګ محکمې پرېکړې په افغانستان کې د اوږدمهاله عدالت په تېره د طالبانو او حقاني شبکې په لاس د جنګي جنایتونو د قرباني شویو کسانو لپاره هیله مندي رامنځ ته کړې ده. د جنګي جرمونو نړیواله محکمه باید له دې فرصته په ګټه اخیستو د ټولو ښکېلو غاړو په اړه سم لاسي څېړنې پیل کړي."
یمیني میشرا زیاتوي، د لا پرمختګ لپاره څارنوالان ځینو هغو قربانیانو ته په رسېدنه کې باید سم لاسي بیا کتنه وکړي چې قضیو ته یې تر اوسه لومړیتوب نه دی ورکړل شوی او یا د محکمې لپاره د زورواکو مجرمانو نه پوښتل کېدل یې مانع ګرځېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په حقیقت کې د وړاندیز شوې بودیجې لپاره هېڅ توجیه پاتې نه ده، ځکه چې تېر کال دغې محکمې د پام وړ داوطلبانه مرستې او پرسونل ترلاسه کړي، چې ځینې یې باید د افغانستان قضیې ته د بشپړې څېړنې لپاره ځانګړي شي.
"د څارنوال دفتر باید د اصلي لوبغاړو په اړه پخپل انتخابي چلن له سره غور وکړي، لکه د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه، د امریکا متحده ایالتونو پوځ او سي ای اې، چې په دې سره د افغان جګړې ټولو قربانیانو ته عدالت تامین شي."
د دې محکمې د پرېکړې پر بنسټ به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او طالبانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۲۰۱۷ کې یې دوسیه برابره شوې وه.
د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۲۷مه، څارنوال له محاکمې مخکې له پلاوي د مقدماتي واک اجازه وغوښته چې د قانون ۱۸ بند مطابق خپلې څېړنې بیا پیل کړي.
څارنوال پخپلو څرګندونو کې وویل، افغانستان کې به د طالبانو او "اسلامي دولت" نومې ډلې په ادعا شویو جرمونو خپل څېړنیز تمرکز ورټول او د څېړنې نورو اړخونو ته به هم پام وکړي.
د تېر کال اکتوبر پر ۵مه، د بښنې نړیوال سازمان یوه خبرپاڼه کې وویل، د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال چلن د هغه د دفتر مشروعیت له خطر سره مخامخ کړی او په افغانستان کې د جګړې له ټولو اړخونو د بشپړې پلټنې غوښته کوي.
د روان کال د اکتوبر پر ۳۱مه، دغې محکمې څارنوال ته دا واک ورکړ چې د "ټولو هغو ادعا شویو جرمونو او عاملینو" په اړه تحقیقات بیا پیل کړي چې څارنوال یې د ۲۰۱۷ کال په غوښتنه کې د څېړنې پیلولو غوښتنه کړې وه.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو، د امریکا د پوځ او طالبانو لخوا یې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د جرمونو ځینې قضیې مستندې کړې دي.