هند د افغانستان ناورین ځپلي بانکي سیستم سره د تخنیکي ملاتړ هوکړه کړې

هندي رسنۍ وايي تر هغې وروسته چې د افغانستان بانک چارواکو نوې ډیلي ته مرستې لپاره مراجعه وکړه، هند هوکړه کړې چې د افغانستان ناورین ځپلې بانکوالۍ فني ملاتړ وکړي.

د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس په دې وروستیو کې کابل کې د هند فني ټیم له مشر 'بهارت کومار' سره لیدلي او پر اقتصادي وضعیت، بانکي مسلو او همکاریو یې سره خبرې کړې وې.

د افغانستان بانک هم چې د طالبانو له خوا اداره کېږي دا لیدنه تایید کړې وه.

د افغانستان بانک لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې د دغه بانک د رییس دفتر لوی امر صدیق الله خالد دې لیدنه کې "د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې په تخنیکي برخو کې همکارۍ" بانکي سکتور لپاره ګټوره ثابتېدای شي.

اوس ځینو هندي رسنیو پر دې لیدنه رپوټونه کړي، د طالبانو حکومت او هند ترمنځ پر نویو اقتصادي اړیکو او دې باندې تم شوي چې ایا طالبان له هنده مرسته غواړي.

د ځینو رسنیو په تحلیل، د طالبانو واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد د پام وړ پرمختګ نه دی درلودلی.

خو له افغانستانه سوداګریز صادرات له هېواد سره مرسته کولی شي او د طالبانو حکومت د اقتصادي ګامونو په لړ کې څو ورځې وړاندې د هوايي دهلیز پر بیا فعالولو هم کار وشو.

تېر کال د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له نړیوال بانکي سیستم او مالي ټولنې سره د افغانستان بانک اړیکي وشلېدې او کورني بانکونه له نغدي ستونزو سره مخ شول.

دغه بانک خپلې نږدې نهه میلیارد ډالري زېرمې ته له لاسرسي بې برخې شو. بانکونه باید عملاً فلج شوي وای خو د غیرمستقیمو مالي ډالرو مرستو له لېږلو سره وضعیت کابو شو.

د نړیوال بانک له خوا د افغانستان پرمختیا رپوټ وايي په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصاد څه نا څه ۲۰ سلنه ولوېد. طالبان د اقتصادي ودې کمښت عادي چاره ګڼي، خو د حکومت لګښتونو ته په کتو، د کورنیو د عاید ټیټه کچه اندېښمنوونکې ده.

طالبانو سوداګرۍ، سیمه ییزو همکاریو او د هند، ترکیې او روسیې په څېر د سیمې له ودانو هېوادونو سره راکړو ورکړو ته ارزښت ورکړ او په اقتصادي معاملو پسې دي چې ښکاري لوېدیځوال او امریکا به هم ورسره جدي مخالفت ونه لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو تر هند را وروسته تېره یکشنبه کابل کې د پاکستان سفارت سوداګریزې اتشې ډاکتر ګوهر علي سره هم "د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې او مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه" خبرې کړې وې.

د طالبانو د عاید یوه برخه د عشر ټولول جوړوي چې بې وزله خلکو ته ملا ماتوونکی دی خو د عاید لویې سرچینې یې د سکرو، ګران بیه ډبرو او د نورو موادو کانونه دي.

په تېرو څو اوونیو کې د ۴۰ میلیون ډالري نغدي ټولګو ورسېدلو هم چې خبرونه یې خپاره شول د بانکونو او افغانۍ ملا تړلې.

خصوصي بانکونه، په تېره بیا کابل بانک چې اوس د یو حکومتي بانک په څېر کار کوي عملاً فعال دي. د هند یا نورو هېوادونو فني همکارۍ که دغه بانکونو وضعیت ښه نه شي کړای، لږ تر لږه د بانکي راکړې ورکړې په مرسته به یې له پرځېدو خوندي وساتي.