د طالبانو د واکمنۍ يو کال: مخ پر ځوړ اقتصاد او بېوزلي

نژدې يو کال کېږي چې افغانستان کې نظام پرځېدلی او طالبانو يې پر واګو ولکه کړې ده.

دې تېر يوه کال د افغانستان اقتصاد د پرځېدو پر څنډه وو، لسګونه زره خلک بې کاره شول، له بهر سره د پيسو چلن او مالي مرستې تر ټيټې کچې کمې شوې، او د کاروبار بهير ورسره خورا ټکنی شو.

بهر کې د افغانستان بانک شتمني کنګل شوه، او پرمختيايي کارونه نژدې په ټپه ودرېدل. شازیې حیا خپل راپور کې د افغانستان د تېر یو کال اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې ده.