تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: هند سره هوایي دهلیز بېرته فعال شوی؛ د اړیکو پراخولو هڅه کوو
- Author, سیدعبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت هند سره د سوداګرۍ ودې لپاره هغه هوايي دهلیز بیا پرانیستې چې په ۲۰۱۹ کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت بنسټ ایښی و.
د طالبانو چارواکي وايي له دې لارې ځينې توکي هندوستان ته رسېدلي هم دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وینا د دوی حکومت د یوه تړون له مخې هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅې کوي.
ښاغلی جواد وايي "په دې وروستیو کې له هند سره یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې موږ کولی شو د هوايي دهلیز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړو. له مختلفو لارو ان شاءالله له هندوستان سره زموږ سوداګري دوام لري او هڅه مو داده چې سږ کال د تېر هغه پرتله هند ته زموږ سوداګري او د سوداګریزو توکو صادارات ډېر شي."
طالب چارواکي وايي تېر یوه کال کې ۳۰ زره ټنه هنجه او لاسي صنایع له افغانستانه هند ته لېږدېدلي دي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هند سره د لاپراخو تړونو درلوده د افغانستان په ګټه بولي.
هغه وايي که روسیه او قزاقستان د غنمو تولید کې له ستونزو سره مخ شي "غواړو د یوه بدیل په توګه هند سره هم د غنمو د پېرلو یو تړون ولرو" له کاناډا سره هم یوه تړون ولرو.
د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کلنۍ سوداګري تېرو کلونو کې یو نیم میلیارد ډالره ته رسېده خو رپوټونه وايي پر واګو د طالبانو له ولکې سره دا کچه ۲۴ میلیونو ته راټیټه شوه.
د طالبانو حکومت څه موده وړاندې چین ته هم د هوایي دهلیز له لارې د شل ټنه ځلغوزیو د صادرېدو خبر ور کړی و.
طالبان او هند دواړه له یو بل سره اړیکو ته لیوال دي.
وړاندې د طالبانو حکومت یوه جګپوړي چارواکي 'شېر محمد عباسي ستانکزي' له نکله په هندي تلویزیونونو خپرو شویو خبرو کې هم راغلي و چې هند باید له افغانستان سره پخوانیو اړیکو ته دوام ورکړي او هغه هوايي دهلیز پرانستی وساتي چې تېر څو کلونه پرې سوداګري روانه وه.
پر دې سربېره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د 'هندوستان ټو ډی' ورځپاڼې له یوې خبریالې سره مرکه کې ویلي "د تاریخ اوږدو کې هند او افغانستان له یوه بل سره ښې اړیکې درلودې او موږ د دغو اړیکو دوام غواړو."
خو له دغو ټولو هڅو سره سره به طالبانو ته اړیکو کې انډول ساتل یوه ننګونه وي که هغه خپلمنځي سوداګري وي، یا ډيپلوماټیکې اړیکې.
د یادونې ده چې اسلام اباد تېر کې تل د خپل غلیم هندوستان او ګاونډي افغانستان پر اړیکو چندان خوښ نه برښېده.