د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۹ میلیونه افغانان کافي خواړه نه لري، مرستو ته اړ دي

ملګري ملتونه وايي، په نړیواله کچه میلیونونه خلک د یو وخت د صحي خوړو برابرولو توان نه لري، چې له کبله یې هغوی د خوړو د خوندیتوب او خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخامخ دي.

دغه سازمان د اکتوبر د ۱۶مې په مناسبت چې د خوړو نړیواله ورځ ده ویلي، په ډېری هېوادونو کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک چې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له سختې ستونزې سره مخ دي.

په دې ورځو کې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د خوراکي توکو د مرستو ترلاسه کولو لپاره د اړمنو خلکو کتارونه اوږده وي.

د مرستندویه بنسټونو شمېرې د یوه بشري ناورین د خطر زنګ په ګوته کوي.

د خوړو نړیوال سازمان بي بي سي ته ویلي ۱۹ میلیونه خلک کافي خواړه نه لري او بېړنیو خوراکي توکو مرستو ته اړ دي.

دا د خوراکي توکو مرستې ته د جدي اړتیا یوه بیلګه ده. د مرستندویه ادارو شمېرې ښيي چې د بې وزلۍ او مرستو ته د اړتیا کچه ډېره لوړه ده او د خلکو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

بېوزلي، بېکارۍ او د خوراکي توکو بیو لوړېدو میلیونونه خلک اغېزمن کړې دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني بي بي سي ته وویل، د بې وزلۍ کچه پراخه او د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

دغه سازمان وايي چې د ۲۰۲۲ کال له پیله یې څه باندې ۲۲ میلیونه کسانو ته خوراکي توکي برابر کړي او په پام کې لري چې د مرستو رسولو لړۍ د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې دوام وکړي.

ملګري ملتونه وايي، په ډېرو هېوادونو کې خوراکي توکو ته لاس رسی او په بازار کې یې پراخ شتون له جدي ننګونو څخه دي، ځکه جګړې او تاوتریخوالي، د اقلیم بدلون، د بیو لوړوالی او په ځینو مواردو کې نړیوال کړکېچونه بېلابېلو سیمو کې اړمنو ته د خوراکي توکو د رسولو پر وړاندې خنډ کیږي.

په افغانستان کې د سخت ژمي او د واورو د اورښت له کبله د ترانسپورتي لارو د بندېدا ځینو ولایتونو ته د خوراکي توکو د لېږد بهیر کله ناکله ځنډ سره مخ کوي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وايي، دوی په پام کې لري چې په راتلونکي ژمي کې له اړمنو سره مرسته وکړي او ددې بهیر لپاره څه باندې یو میلیارد ډالره اړتیا ده.

مرستندویه ادارو څو وارې په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بې وزلۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د هېواد د بېلابېلو لویو ښارونو او ولايتونو اوسېدونکي وايي، د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لسګونه زره کسان بېکاره شوي او او بې وزلي مخ په زياتېدو ده.

د بېکارۍ د زیاتېدو سربېره، طبیعي پېښو لکه زلزلې، سېلابونو او وچکالۍ هم د بې وزلۍ لمن پراخه کړې ده، ځکه د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک بې کاره دي.

هغه کسان چې په سيمو کې له سختې بې وزلۍ سره مخ دي، په کليوالو سيمو کې ژوند کوي، ژوند يې په کرنه او طبيعي سرچینو پورې تړلى دى او طبيعي پېښو په ميليونونو خلک له دغو امکاناتو بې برخې کړي دي.