تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې ډله ییز قبرونه موندل شوي؛ ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه کړې
وروسته له هغه چې طالبانو د کندهار ولایت سپین بولدک او دامان ولسوالیو کې د ډله ییزو قبرونو د موندل کېدو خبر ورکړ، د ملګرو ملتونو چارواکو په دې تړاو پر څېړنو ټینګار کړی.
د کندهار ځايي چارواکو د دغو قبرونو دوه ویډیوګانې خپرې کړي چې یو شمېر کسان پکې له خاورو د ښخو شویو کسانو د پاتې شونو رایستلو په حال کې لېدل کېږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپوتر ریچارډ بېنېټ هم د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي چې "که څه هم د کورنیو اړتیاو ته حساس دي، خو اړینه ده چې دا پاتې شوي تر دې ډېر ګډوډ او زیانمن نه شي چې په دې تړاو د عدلي طب څېړنې وشي."
همدا راز د بشري حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن د ټویټ یوه پیغام کې لیکلي اړینه ده چې دا ډول ډله ییز قبرونه خوندي وساتل شي او د مناسبې څېړنې ډاډمنتیا لپاره یې مختصص څېړونکي وغوښتل شي.
هغې زیاته کړې چې "د قبرونو د محلونو موندل کېده دا نور هم عاجلوي چې چارواکي د غچ اخیستنې اقداماتو مخه ونیسي. څرنګه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون افغانستان کې د حساب کتاب د ملاتړ پر لاور بحث کوي، اړینه ده چې د نړیوالو اصولو پر بنسټ د عدالت تامیندو پروسې د برخې په توګه، ټول مشکوک جنایتونه وڅېړل شي."
د یادونې ده چې طالبانو پرون یکشنبه د سپین بولدک ولسوالۍ ناوې بند سیمه کې د کیندونو پر مهال د دغه ډله ییز قبر د موندل کېدو خبر ورکړ. همدا راز په دامان ولسوالۍ کې هم د یو قبر موندل کېډو خبره کېږي.
طالبانو تور پورې کړی چې ګوندې دې قبرونو کې ښخ شوي کسان د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق لخوا وژل شوي دي.
خو پخپله جنرال رازق ته نږدې کسانو بیا ادعا کړې ده چې دا مړي د اڅکزیو د ځوانانو دي چې د دوی په وینا، د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
تر اوسه دې قبرونو کې د موندل شویو کسانو دقیق شمېر مالوم نه دی او دا هم نه دي ویل شوي چې دا کسان څوک دي او څنګه وژل شوي.
جنرال عبدالرازق چې د ۲۰۱۸ کال اکتوبر پر اتلسمه د کندهار ولایت ودانۍ کې د وخت له والي او افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان سره تر ناستې وروسته د طالبانو د یوه نفوذي کس لخوا ووژل شول، د طالبانو سرسخت مخالف ګڼل کېده.
هغه وړاندې د طالبانو له ګڼو خونړیو بریدونو ژوندی وتلی و.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن د ۲۰۱۷ کال جولای میاشت یوه راپور کې ویلي وو چې پر جنرال عبدالرازق د شخصي زندانونو درلودو، د جبري نادرکه کولو او د بندیانو د سختې ربړونې تورونه پورې دي.
د طالبانو په اړه هم ویل کېږي چې د کندهار تر نیولو وروسته یې دغه ولایت او په ځانګړې توګه سپین بولدک ولسوالۍ کې جنرال عبدالرازق ته ګڼ نږدې کسان د شپې له مخې له کورونو ایستلي او وژلي دي.
د یادونې ده چې د خواله رسنیو ګڼو کارنو د طالبانو لخوا د دغه ډله ییز قبر پر خپرو شویو ویډیوګانو تبصرو کې د جنرال عبدالرازق، طالبانو او نورو خواو له اړخه افغانستان کې د ترسره شویو وژنو او جنایتونو یادونه کړې ده.