تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل هوايي ډګر کې د قطر تخنيکي ډلې ماموريت پای ته ورسېد
په افغانستان کې د قطر سفارت ویلي د کابل هوايي ډګر کې د دغه هېواد د تخنیکي ډلې کار پای ته رسېدلی. سفارت دې ډلې د نړیوالو سټنډرونو سره سم د دغه هوايي ډګر په رغولو کې مرسته کړې ده.
د دغه ډلې ماموریت وروسته له هغه پای ته رسېږي چې د طالبانو حکومت له یوه اماراتي شرکت ګاک ( GAAC) سره تړون لاسليک کړی دی. دا شرکت به د افغانستان د څو هوايي ډګرونو او هوايي چلن مسؤولیت پر غاړه لري.
کابل کې د قطر سفارت پر ټوېټر یوه بیان کې کابل هوايي ډګر کې د خپل ځانګړي تخنیکي ډلې ماموریت د پای ته رسېدو ترڅنګ ویلي، دې ډلې د نړیوالو معیارونو سره سم د کابل هوايي ډګر بیارغونه کې مرسته کړې ده. سفارت ویلي دا بیا رغونه افغانستان ته د بشري او پرمختیايي مرستو رسولو او هوايي چلن عادي کولو لپاره ډېره اړینه وه.
د تېر کال اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ترکیې او قطر په ګډه د کابل هوايی ډګر د بیارغولو چارې پرمخ وړلې.
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت هم یوه بیان کې دا یو بشري او تاریخي ماموریت بللی. بیان زیاتوي چې دې تخنیکي ډلې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته د کابل هوايي ډګر په بیا پرانیستلو او فعال ساتلو کې مهم رول درلود.
تېر کال ویل کېدل چې قطر او ترکیه به د کابل هوايي ډګر د چارو پرمخ بیولو مسؤولیت پر غاړه ولري. پر کابل د طالبانو له ولکې یوه میاشت وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني ویلي وو تر هغه چې د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو هوکړه شوې نه وي قطر د کابل هوايی ډګر مسؤولیت پر غاړه نه اخلي.
نوموړي ویلي ټولې مسلې به ارزول کېږي او ډاډ به تر لاسه کوي که داسې نه وي او ټولو اړوندو مسلو ته د حل لار پيدا نه شي قطر دا مسؤولیت نه شي منلی.
خو د روانې سپټمبر میاشتې پر اتمه د طالبانو چارسمبالي حکومت د ګاک په نوم اماراتي شرکت سره د لسو کلونو لپاره تړون لاسلیک کړ.
په پام کې ده دا شرکت د څو هوايي ډګرونو او هوايي چلند چارې تنظیم ترڅنګ دې برخه کې مسلکي کسان وروزي.
طالب چاروکو ویلي وو د دې پروژې له پلي کېدو سره هغو الوتکو ته، چې دا افغانستان له فضا تېرېږي او یا د هېواد په ډګرونو کې ناسته کوي د هوايي لارښوونو چوپړتیاوې له نړیوالو معیارونو سره سمې وړاندې کېږي."
د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره نړیوالو هوايي شرکت افغانستان ته عادي الوتنې بندې کړي او د افغانستان له هوايي حریمه هم د پخوا پر تله ډېرې کمې الوتنې کېږي.