تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوستم: طالبان غیر پښتنو سره ظلم کوي؛ طالبان: د 'خاینانو' خبرې اهمیت نه لري
په افغانستان کې د طالبانو یو مخالف پوځي او سیاسي مشر او د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال مارشال عبدالرشید تور لګولی چې طالبان د افغانستان غیر پښتنو قامونو سره ناوړه چلن کوي.
نوموړي د افغانستان ځینو سیمو کې وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، د طالبانو حکومت غواړي افغانستان کې د غیر پښتننو قامونو د ژبو تاریخ او فرهنګ (کلتور) له منځه یوسي.
خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، د دوستم خبر ورته اهمیت نه لري او د افغانستان ټولو قامونو تېرو شلو کالو کې د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو پر ضد مبارزه کړې.
ښاغلي دوستم سه شنبه د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت یوې انلاین غونډې ته وویل، مخکې له دې چې طالبان خپلو موخو ته ورسېږي، خلک یې باید پر وړاندې لاس په کار شي.
ښاغلي دوستم دا هم ویلي چې طالبان هڅه کوي له پاکستان نه د افغانستان شمال او شمال ختیځ کې ۲ میلیونه (بې نومه) کسان استوګن کړي.
خو د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دوستم او ده ته ورته نور کسان افغانستان کې د هېڅ قام استازیتوب نه کوي او یوازې خپلې ګټې ورته مهمې دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "دې خلکو افغانانو سره خیانت کړی. شل کاله د اشغالګرو ترڅنګ ولاړ وو او د افغانستان خاوره یې خرڅه کړې وه. د قامي نفرتونو تخمونه یې کرلي وو. افغانان نور دا کسان نه غواړي ".
پخپله مارشال دوستم سه شنبه د طالب مخالفو سیاستوالو انلاین غونډې ته وویل: "پښتانه زموږ وروڼه دي" او له دوی سره ستونزه نه لرو، خو مخکې له دې چې طالبان د افغانستان ټول قامونه نابود کړي، باید دوی له منځه ولاړ شي".
له نړیوالو د ملاتړ غوښتنه
مارشال دوستم یادې غونډې ته دا هم ویلي چې که نړۍ د افغانستان د مقاومت ملي جبهې او د مقاومت عالي شورا ملاتړ وکړي، دوی به په دوو اونیو کې طالبانو ته ماتې ورکړي.
دا هغه ډلې دي چې دا مهال د افغانستان مرکزي پنجشېر ولایت او ځینو نورو سیمو کې د طالبانو پر ضد وسلوالو فعالیت لري.
خو د نړۍ هېڅ هېواد تر دې دمه افغانستان په ښکاره افغانستان کې د طالبانو پر ضد د کوم وسلوال خوځښت ملاتړ نه دی کړی.
د بریتانیا حکومت څه موده وړاندې په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي وو، هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د بریتانیا له خاورې په ګټې اخیستنې سره افغانستان کې د وسلوالو فعالیت لپاره پلانونه جوړ کړي.
طالبان افغانستان کې خپل اوسني وسلوالو مخالفین باغیان بولي او د پخواني نظام پر جګپوړو چارواکو تور لګوي چې خیانت یې کړی او له هېواده تښتېدلي دي.
مارشال دوستم د تېر جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې هم په تکرار د طالبانو پر ضد د وسلوال فعالیت خبره کوله، خو هغه مهال نوموړی تر ډېره له سیاسي او پوځي صحنې ګوښه کړل شوی و.
نوموړي په وروستیو کې پر ولسمشر غني تور لګاوه چې ګواکې نوموړي ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې مشري وکړي.
مارشال دوستم د هغو سیاسي او پوځي مشرانو په ډله کې و چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو پر مهال لومړی ازبکستان ته وتښتېد او وروسته له هغه ځایه ترکیې ته ولاړ.