دوستم: طالبانو ته مې د خبرو لپاره پیغام استولی؛ جګړه د حل لار نه ده

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو ته یې پیغام استولی او ترې غوښتي یې دي چې جګړه، د یوه بل "له منځه وړل" او "له پامه غورځول" د حل لار نه ده. نوموړي ویلي "د یوه مسلمان او افغان په توګه باید یو بل ومنو" او د یوې بلې کورنۍ جګړې مخه باید ونیول شي.

ښاغلي‌ دوستم دا څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي چې جګړه نه غواړي او له طالبانو هم ورته تمه لري.

دی وايي، "زه غواړم طالبانو ته ووایم چې موږ دوی په جګړه له منځه نه شو وړلی، یو ځل مو دا کار وکړ خو دوی بېرته راغلل. ټول له جګړې ستړي شوي دي. زه هېڅ جګړه نه غواړم او طالبان هم باید دا ومني."

د جنبش اسلامي ګوند دغه ازبک توکمه مشر، چې د طالبانو یو سرسخته مخالف بلل کېږي، "د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا" غړی هم دی. هغه شورا چې تر ډېره د شمالي ټلوالې له ځينو پخوانیو قومندانانو جوړه ده چې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ورسره په جګړه کې ښکېل وو.

ښاغلي دوستم له طالبانو غوښتي چې له دې شورا سره خبرې پیل کړي، "موږ یو بل ته دوکه نه شو ورکولی. دوی زموږ د خلکو حق له پامه نه شي غورځولی. باید د افغانستان ملي مقاومت عالي شورا سره کېني او خبرې پیل کړي."

دوستم ادعا کړې چې طالبان د توکمیزو لږکیو حقونه تر پښو لاندې کوي او په خبره یې، غواړي ټول له یو شان حقونو برخمن و اوسي.

خو طالبان ادعا کوي چې پخپل حکومت کې یې د افغانستان ټولو توکمونو ته حق ورکړی دی.

پر ټول ګډونه حکومت ټينګار

دوستم په دې مرکه کې د جګړې د نه کولو تر څنګ د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.

ویلي یې دي، "په افغانستان کې باید ټولې خواوې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو هوکړه وکړي".

ده په تېر یوه کال کې د طالبانو کړنو ته په کتو ویلي چې په دې ډول حکومت ته دوام نه شي ورکولای.

ښاغلي ‌دوستم د نجونو د منځنيو ښوونځيو تړل کېدو مسئلې ته په اشارې ویلي چې ځوان کهول به دا بندیزونه ونه زغمي.

دی وايي، "طالبان نشي کولای چې د ښوونځيو دروازې وتړي، ویې ګواښي او ډزې ورباندې وکړي. تاسې په دې ډول (حکومت ته) دوام نه شئ ورکولای. افغانان یو خېل نه دي، دوی مختلف دي او ځوان نسل توپير لري. دوی به دا هر څه درسره ونه مني."

په مرکه کې عبدالرشید دوستم پوښتل کېږي چې طالبان وايي واک یې په زور نیولی او دوی (د مقاومت عالي شورا) په افغانستان کې دننه او بهر هېڅ کوم ملاتړ نه لري نو طالبان ولې مذاکرات ورسره وکړي؟

ده یې په ځواب کې ادعا کړې چې ګواکې طالبان پخپل زور نه بلکې د "یوې معاملې" پر بنسټ واک ته "رسول شوي" دي.

په داسې حال چې پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ملامتوي چې طالبانو سره د دوحې تړون په کولو سره یې تېر جمهوري نظام له سقوط سره مخ کړ، ښاغلی دوستم پر ښاغلي غني‌ تور پورې کوي چې ګواکې له امریکا سره په ګډه یې طالبان واک ته رسولي او په خبره یې، "دوی ته به اسانه نه وه چې د افغانستان واک په زور ترلاسه کړي."

د یادولو ده د جمهوري نظام په وروستیو کې ښاغلي دوستم ته په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې سمبالونې دنده ورله غاړې وه چې د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور هم ورسره و.

خو تر سقوط یوه ورځ مخکې یې له سختې جګړې وروسته ماته وخوړه او دواړه د حیرتان له لارې ازبکستان ته واوښتل. عطاء نور هغه ماته د دوی پر ضد "یوه دسیسه" بللې وه.

خو که مذاکرات ناکامېږي نو بیا؟

په داسې حال کې چې تر اوسه طالبانو د افغاستان له کوم سیاسي لوري او یا ډلې سره خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې، نو که طالبان له دوی سره هم له خبرو انکار وکړي نو بیا؟

ښاغلی دوستم د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، "ما مخکې وویل چې خبرو ته چمتو یو او دوی باید صادقانه او په اخلاص مذاکرات پیل کړي. خو که په همدې ډول خپلې تګلارې ته دوام ورکوي، په زور د افغانستان واک په خپل لاس کې ساتي او نور نه پکې شاملوي نو دوی به د خبرو فرصت او افغانستان دواړه له لاسه ورکړي."

دی وايي، څه چې شوي هغه شوي، خو د اوس لپاره ښه ده چې پر راتلونکي فکر وشي او افغانستان د خبرو له لارې له روان کړکېچ وایستل شي.

"موږ هېڅ پوځي مداخله نه ده پلان کړې او پر سوله ييزو خبرو ټينګار کوو. همدا زموږ هدف دی او تر څو چې عدالت نه وي پلی شوی، موږ به له خپل دريځ په شا نه شو او زه به زه به د خپلو خلکو د حق دفاع کوم."

د یادولو ده چې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو د لومړي کال پوره کېدو په مناسبت پرون د "افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا" انلاین غونډه کې ګواښ وکړ چې که طالبان له دوی سره یو پراخ بنسټه حکومت باندې سلا نه شي نو پر ضد به یې وسله وال مخالفت نور هم پراخ کړي.

خو طالبانو یې څرګندونو ته کلک غبرګون وښود او د دې شورا غړي یې مفسدین او د افغانستان د بدمرغیو لاملین بللي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د دې شورا پرونۍ ناستې ته په غبرګون کې په واک کې د دوی د ورشریکولو غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې ملت له دوی "ډېرې بدې" خاطرې لري.

ښاغلي مجاهد دوی ته د طالبانو له لوري اعلان شوې "بښنه" کافي وبلله او ویې ویل: "په دې ورځو په اصطلاح یو شمېر سیاستوال، له هېواده بهر سره ټولېږي، البته هغه هم فزیکي نه بلکې سره په آنلاین ډول ټولېږي، هماغه مفسده کتله چې له ۱۳۷۰ او ۷۱م کال راهیسې په تېرو ۳۰ کلونو کې د فساد لامل شوي، هغه خلک چې د جهاد نوم یې بدی کړ. دوی لا تر اوسه هم کرار نه کېني او د جاه او جلال په فکر کې دي او د نړۍ په کونجونو کې خپلې شریرې ټولېدنې ترسره کوي."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه "د اسلامي امارت پیغام ورته دا دی چې تر اوسه هم د بښنې دروازې درته خلاصې دي. خو بیا په دې خاوره کې د سیاسي کس او پر پخوانیو واګو نه ګومارل کېږئ."