بایډن: د 'مارک فریرکس' راخوشې کولو لپاره مو سختې پرېکړې وکړې

Joe Biden

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن طالبانو سره حاجي بشر نورزي بدل کې د یوه بندي امریکايي وګړي 'مارک فریرکس' تر خوشې کېدو وروسته خپل لومړي غبرګون کې په دې تړاو پرېکړې سختې بللې دي.

ښاغلي بایډن یوه ویناپاڼه کې ویلي د امریکايي وګړو خوندیتوب لپاره اړ دی چې دا ډول پرېکړو ته اوږه ورکړي.

هغه وویل "د مارک د خوشې کېدو لپاره خبرو اترو یوه بریالۍ حل لاره رامخې ته کړه، د یوې سختې پرېکړه اړتیا وه چې ساده مې نه ګڼله. زما دولت د هغو ټولو امریکایانو خوندي راستنېدنې ته لومړیتوب ورکوي چې له هېواده بهر یرغمل شوي او په ناقانونه ډول نیول شوي. خپلو دا وړ هڅو ته به دوام ورکړم ترهغه چې دوئ کورنیو ته ستانه شي. لا ډیرو هڅو ته ژمن یو او د مارک ازادېده زموږ د هڅو پایښت په ګوته کوي."

ښاغلي بایډن له خپلو چارواکو او ملګرو هېوادونو د دې لپاره مننه کړې چې د فریرکس خوشې کولو لپاره یې د ده په وینا نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

له دې سره هممهاله یوه امریکايي سناتور ډیربین یوې خبرې غونډې ته ویلي "موږ د مارک قضیه په بیا بیا د ټرمپ او بایډن واکمنۍ کې راپورته کړه. غوښتل مو وښيو چې موږ په ټینګه پام ساتو او دا دی نن د هغه د کورنۍ غوښتنې ته ځواب وویل شو. خبر ډاګیز شوی چې مارک کور ته راځي."

مارک فریریکس چې د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد انجنیر و او افغانستان کې یې د یوه ملکي قراردادي په توګه کار کاوه، په ۲۰۲۰ کال کې لادرکه شو.

مارک

د عکس سرچینه، STATIC.REWARDSFORJUSTICE.NET

د عکس تشریح، مارک فریرکس څه باندې دوه کاله وړاندې کابل کې تښتول شوی و

طالبانو د دغه امریکايي وګړي د یرغمل کېدو په تړاو ډېر څه نه ویل خو امریکايي ادارو ویلي و باور دا دی چې نوموړی د طالبانو د حقاني شبکې اړوندو کسانو له لوري ساتل کېږي.

طالبان د افغانستان پر دولتي ټلویزون پرون سهار اعلان وکړ چې یوه مهمه شېبه به په ژوندۍ بڼه خپروي.

لږ وروسته د کابل هوايي ډګر کې جګپوړي طالب چارواکي لیدل کېدل چې د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد عمر یوه نږدې ملګري بشري نورزي ته یې ښه راغلاست وایه او د ګلونو هارونه یې غاړه کې ور اچول.

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسبمالي وزیر امیرخان متقي دا د خپلو بریالیو هڅو یوه پایله وبلله، ورسره یې دا خبره هم غوټه کړه چې دوی له خپلې پخوانۍ غلیمې امریکا سره د خبرو او اړیکو لیواله دي.

حاجي بشر نورزی څوک دی او څنګه نیول شوی؟

نورزی

د عکس سرچینه، Social Media

امریکایانو په ۲۰۰۵ کال کې قومي مشر او سوداګر حاجي بشر نورزی ونیوه. په ۲۰۰۸ کال کې یې د نشه يي توکو د قاچاق په تور محکمه کړ او تور پرې دا شو چې دغه سړي امریکا او اروپا ته د ۵۰ میلیون ډالرو له ارزښت پورته هیرویین قاچاق کړې دي.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې په عمري بند سزا محکوم شو. مدافع وکیل یې پر حاجي بشر لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي وو چې امریکایانو په چل ول نیولی.

داسې چې بشري نورزي په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت له پرځېدو وروسته له امریکایي استخباراتو سره سپین بولدک کې لیدلي او د همکارۍ لاس یې ورکړی و. د نوموړي په وینا امریکایانو هم ورته ویل و چې ده ته به کوم ګواښ نه وي.

خو ویل کېږي هغه په ۲۰۰۵ کال په چل ول امریکا ته تر غوښتل کېدو او هلته د څو ورځو له تېرولو وروسته ونیول شو.

امریکايۍ محکمې د هغه د وکیل دفاعیه ونه منله او حاجي بشر نورزي ۱۷ کاله او شپږ میاشتې زندان کې وساتل شو.

د رویټرز خبري اژانس وايي پتیل شوه وه چې د مارک او بشر تبادله لا مخکې یوه سرته ورسي خو د جولای پر۳۱مه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو خبره وځنډوله.

امریکايي چارواکو د دې تبادلې په اړه ویلي طالبان باید خپلې تګلارې نرمې کړي چې ښايي ورسره د نړیوال تعامل پر کنګل شویو لارو هم ګامونه پورته شي.