تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
احمد مسعود: داسې حکومت غواړو چې له خلکو یې مشروعیت ترلاسه کړی وي
د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې مشر احمد مسعود وایي، افغانستان داسې یو حکومت ته اړتیا لري چې مشروعیت یې له خپلو خلکو ترلاسه کړی وي.
نوموړي دا څرګندونې ویانا کې د هغې درې ورځنۍ غونډې په څنډو کې رسنیو ته کړې چې د طالبانو یو شمېر مخالف سیاستوال پکې راټول شوي دي.
د غونډې ګډونوال وایي، دوی به په دې ناسته کې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي راتلونکي خبرې کوي.
د ناستې پر دویمه ورځ احمد مسعود یوې خبري ناستې ته وویل: "موږ ټول باید پر یوه داسې مشروع بهیر هوکړې ته ورسېږو چې خلک پکې د خپلې راتلونکې ټاکلو لپاره اجازه ولري- دا هغه څه دي چې زه یې غواړم. طالبانو له ماسره د خبرو پرمهال د دې کار مخالفت کړی دی. په ټول افغانستان کې خلک له ستونزو سره مخ دي- له غزني او کندهار نېولی بیا تر پنجشیر، بدخشان، بغلان او خوست پورې. زموږ هڅې د ټول افغانستان لپاره دي".
د اتریش د یوه څیړنیز بنسټ له خوا دې درې ورځنۍ ناستې ته د افغانستان د تېر حکومت ځینې وزیران، چارواکي او یو شمېر ښځینه فعالانې هم وربلل شوې دي.
طالبانو تر اوسه په ویانا کې د خپلو مخالفینو دې ناستې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې حکومت یې ټولشموله دی او هر څوک چې یې پر ضد جګړه کوي، باغي دی.
د ویانا د دې ناستې په ملاتړ او مخالفت کې هم یو شمېر خلکو احتجاجونه کړي. ځینې کسان دا ډول ناستې افغانستان کې د روان وضعیت د سیاسي حل لپاره اړینې بولي.
خو یو شمېر نور بیا د دې غونډې پر ګډونوالو نیوکې کوي او وایي، دې کسانو په خپل وخت کې د افغانانو ښېګڼې لپاره هېڅ نه دي کړي او ازمایل شوې نسخې باید بیا تکرار نشي.
د ویانا دا ناسته داسې مهال کېږي چې د افغانستان پنجشېر کې د طالبانو او د دې ډلې د وسلوالو مخالفینو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوالو ادارو پر طالبانو تور پورې کړی چې په دې نښتو کې یې جنګي جرمونه کړي.
د طالبانو مخالفینو هم ادعا کړې چې د دوی یو شمېر کسان د طالبانو لخوا لومړی نیول شوي او بیا له محاکمې پرته وژل شوي دي.
خو طالبان وایي، پنجشېر جګړه کې وژل شوي کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي. د دې ډلې یوه ویاند بلال کریمي فرانسي خبري اژانس ته ویلي، د هغو ویډیوګانو په اړه پلټنې کوي چې پکې یو شمېر وسلوال، چې ظاهراً طالبان دي، خپل اسیران له نیول کېدو وروسته وژني.